د شاه محمود پاچاهي

١٧١٧ ــ ١٧٢٥م

دا چي شاه محمود د خپل پلار ميرويس خان په شان د ډيري مېړاني خاوند وو ، نو يې د خپل ملي حکومت د پراختيا د پاره د فراه او سيستان له لاري د صفوي دولت په خاوره کي پر کرمان لښکر کښي وکړه . د هغه ځای د حاکم لطف علي سره تر جوړي وروسته بيرته کندهار ته راغئ . د دې ځلي يې په ١١٣٤ هـ ق کال کي نوی لښکر برابر کړاو د صفوي دولت پر پايتخت اصفهان ور غئ او هغه ښار يې کلابند کړ ، پسله اتو مياشتو محاصرې د صفوي دولت اخرني پاچا خپل خول ( تاج ) او تخت شاه محمود ته و سپارل او پايتخت يې افغاني بريالي لښکر ته پرېښود ( ١١٣٥ هـ ق ــ ١٧٢٢ م ) .

شاه محمود د اصفهان تر نيولو وروسته د خپلو لويو قومندانانو لکه سيدال خان ناصري، پير محمد مياجي ، محمد خان او عبدالله خان بلوڅ په
مرسته ډيري لښکر کښۍ و کړې . په ١١٣٧ هـ ــ ١٧٢٥ م ) کال کي د شاه اشرف له خوا چي د ده د اکا ( تره ) زوی وو د ٢٧ کالو په عمر و وژل سو .
کله چي د ده خور مېرمن زينبه د ده د مرګه خبره سوه نو د ده د مړني په مناسبت يوه مرثيه و ويل چي دلته لينک سوې ده :