د شاه محمود د خور شعر

 ږغ سو چي ورور تېر له دنيا سـونا
کنــــــــدهـــــار واړه پـــــــــه ژړا ســـونا

زړه مي پــــــه ويــــر کي مبتلا سونا
چــــي شـــاه محمود له ما جلا سونا

دا روڼ جــــــهان راتـــــه تورتم دئ نا
 زړه د بېـــــلتون پـــــه تېغ کړم دئ نا

هـــــوتـــک غــمجن پدې ماتم دئ نا
 د پــــاچـــــاهۍ تــــاج مو برهم دئ نا

چــــي شاه محمود تېر له دنيا سو نا
 کنــــــدهــــــار واړه پـــــه ژړا ســـــــو نا

ځـــــوان و مـــــېړه د توري جنګ و نا
 ولاړ د کــــــام پـــــــر نـــام و ننګ و نا

دښمــــــن لــــــه ده پـــه وينو رنګ و نا
 پـــــر ميــــــدان شېـــر و يا پلنګ و نا

افساس چي مرګ د ده په خوا سو نا
کـــــندهـــــــــــــار واړه پـــــــه ژړا سو نا

محـــــــموده نــــــه يـــــوازي خور ژاړي
 پـــر مــــرګ دي ټوله کلی کور ژاړي

خپــلوان لا څه، پاچا دي ورور ژاړي
 لښــکر سپـــــاه دي پـلی سپور ژاړي

پښتــــون دي ټـــــول په واويلا سو نا
 کنـــــــدهـــــار واړه پـــــــه ژړا ســــــو نا