هغه موزون کلام دئ چي د انسان پر
احساساتو باندي تاثير کوي . ځيني بيا وايي چي : هر هغه کلام چي د انسان احساسات را
وپارولاي سي هغه شعر دئ که څه هم وزن او قافيه و نه لري .
په پښتو ژبه کي ډېر شاعران تېر سوي دي خو متاسفانه چي د يو شمېر شاعرانو ديوانونه (
د شعر کتابونه ) هيڅ نه سته او نه موږ د دوی د ژوندانه د پوره حاله خبر لرو ، خو
يوازي يې يو څو شعرونه موږ ته په لاس راغلي دي .
شعر ډېر ډولونه لري لکه عشقي ، تصوفي ، حماسي ( جنګي ) او نور .
په پښتو کي دواړو نرينه او ښځينه شاعرانو د ډېر پخوا څخه شعرونه ويلي دي . ځيني
شعرونه د ډيرو تشبهاتو او استعارو څخه ډک وي . مګر يو شمېر شاعرانو بيا ډېر ساده او
عام فهمه شعرونه ويلي دي چي ټول خلک پرې پوهيږي . په پښتنو کي شعر او شاعرۍ د ډېر
پخوا څخه دومره علاقه مندان درلودلي دي چي حتی د پښتنو پاچاهانو او د قوم مشرانو لا
يا پخپله شعرونه ويلي دي او يا يې پخپلو دربارو کي شاعران روزلي او ساتلي دي .
|