متل يوه لنډه جمله ده چي ډېره لويه مانا لري . اکثره وختونه د يوې پيښي لنډ بيان
وي . خلک اکثره وخت په خپلو خبرو کي متلونه،
شعرونه او يا لنډي کيسې راوړي ، هغه هم د دې د پاره چي خبري يې خوندوري او دلچسپي
وي او خلک ښه غوږ ور ته و نيسي .
يو ډول متلونه په ليکلي ډول په کتابو کي ليکل سوي وي او ځيني يې په شفايي ډول د
خلکو تر مينځ رواج لري .
دلته به يو شمېر هغه متلونه چي په کتابو کي ليکل سوي وي تاسي ته را وړو :
١ ــ هر چا ته خپل وطن کشمير دئ .
٢ ــ پر ښو تلوار پر بدو تامل .
٣ ــ موړ د وږي په حال څه خبر دئ .
٤ ــ سپور د پلي په حال څه خبر دئ .
٥ ــ نا پوه دونه په بل نه کوي لکه په خپل ځان .
٦ ــ خپل مال ساته او همسايه غل مه نيسه .
٧ ــ هر څوک خپل شی ښاغلی بولي .
٨ ــ تر بې کاري بې ګاري ښه ده .
٩ ــ د لوږي مړ سه د منت خواړه مه خوره .
١٠ ــ پوره ورک دي کړه دوه کوره .
١١ ــ خدايه لوی مي کړې لويي را مه کړې .
١٢ ــ د اورغوي تڼاکه مرغلره ده .
١٣ ــ د درواغو مزل لنډ دئ .
١٤ ــ درواغ د ناپوه وزر دي .
١٥ ــ درواغجن دي درواغ وايي ، رښتيا ګوی دي قياس کوي .
١٦ ــ يا خپل کور يا خپل ګور .
١٧ ــ مه کوه په چا چي و نه سي په تا .
١٨ ــ لږ خوره هوسا اوسه .
١٩ ــ چي جنګ نه کوي هغه لو ډبره اخلي .
|