نازو انا مېرمن نازو د ملي مشر ميرويس خان مور وه ، پلار يې سلطان ملخی نومېده چي له غزني تر جلدکه د پښتنو مشر وو . مېرمن نازو يوه هوښياره ښځه وه او د پښتو ادب سره يې ډېره مينه درلوده . پخپله يې هم شعرونه ويلي دي . په ١٠٦١ هجري کښي تازي رباط ته نيژدې زېږېدلې ده . نازو انا ډېره مېلمه پالونکې ښځه وه . اولادو ته يې په اوداسه شيدې ور کولې . دلته به يې دغه يوه رباعي و لولو : سحـــــرګـــــه وه د نـــــرګس لـــــېمه لانــــده څاڅکي څاڅکي يـــې تـر سترګو څڅېده مــا ويـــل څه دي ښکليې ګله ولي ژاړې ده ويل ژونـــد مي دئ يوه خوله خندېده |