په خوله اقرار او په زړه تصديق امنت بالله و ملائکته و کتبه و رسوله واليوم الاخر و لقدر خيره و شره من الله تعالی والبعث بعدالموت . د دې معنی دا ده چي : ايمان مي راوړئ دئ پر الله پاک او پر ملايکو باندي د الله پاک او پر کتابو باندي د الله پاک او پر رسولانو باندي د الله پاک او پر دې چي د قيامت ورځ سته او پر دې چي خير او شر ټوله د الله پاک په قدرت او اراده کي دي او پر دې چي پسله مرګه د قيامت په ورځ د خير او شر د حساب د پاره بيرته راپاڅېده سته . د مومن مسلمان عقيده بايد داسي وي چي دغه امنت بالله په خوله ووايي او په زړه باور په ولري او تصديق يې کړي . خدای تعالی هغه ذات دئ چي مځکي ، اسمانونه ، انسانان ، حيوانان ، ټول موجودات او کاينات يې پيدا کړي دي او هيڅ شريک او ساری نه لري . ملايکي : خدای ( ج ) ملايکي پيدا کړي دي . ملايکي هيڅ کله د خدای ( ج ) د امر څخه سر نه غړوي . د ملايکو د جملې څخه دغه څلور ملايکي دلته لولو : ١ ــ حضرت جبرائل عليه السلام : چي وظيفه يې پيغمبرانو ته د وحو راوړل وه . ٢ ــ حضرت ميکائل عليه السلام : چي وظيفه يې د خدای تعالی و مخلوقاتو ته د روزي رسول ده . ٣ــ حضرت عزرائل عليه السلام : چي وظيفه يې د خدای تعالی د مخلوقاتو روح قبض کول ده . ٤ ــ حضرت اسرافيل عليه السلام : چي وظيفه يې د صور شپېلۍ ږغول ده . کله چي د صور شپېلۍ ووهي د ټولو مخلوقاتو روحونه قبض کيږي او کله چي بيا د صور شپېلۍ ووهي ټول مخلوقات بيرته د حساب د پاره راژوندي کيږي . اسماني کتابونه : موږ ايمان لرو پر ټولو هغو کتابو او صحيفو چي د حضرت جبرائيل عليه السلام په واسطه د خدای ( ج ) له طرفه پر پيغمبرانو باندي را نازل سوي دي . اول صحيفې مبارکي چي شمېر يې سل دئ او بيا کتابونه چي شمېر يې څلور دئ را نازل سوي دي لکه : ١ ــ لس صحيفې پر ادم عليه السلام را نازلي سوي دي . ٢ ــ پنځوس صحيفې پر شيث عليه السلام را نازلي سوي دي . ٣ ــ دېرش صحيفې پر ادريس عليه السلام را نازلي سوي دي . ٤ ــ لس صحيفې پر ابراهيم عليه السلام را نازلي سوي دي . ٥ ــ لومړی کتاب زبور دئ چي پر داود عليه السلام را نازل سوئ دئ . ٦ ــ دوهم کتاب تورات دئ چي پر موسی عليه السلام را نازل سوئ دئ . ٧ ــ دريم کتاب انجيل دئ چي پر عيسی عليه السلام را نازل سوئ دئ . ٨ ــ څلرم کتاب فرقان ( قران ) دئ چي پر محمد عليه السلام را نازل سوئ دئ . |