Home لـمـړۍ پـاڼـه

Den afghanska nationella maten افغاني ملي خواړه

 
افغاني ملي خواړه
Den afghanska nationella maten

په نړۍ کي هري ټولني ځانته ملي او خاص خواړه لري . چي دغه خواړه نوري ټولني يا نه لري او يا يې د لاسته راوړلو او يا پخولو لاري د نورو ټولنو څخه فرق لري . د ټولني پرمختګ د دې خوړو  په لاسته راوړلو او د پخولو په طريقه کي زيات بدلونونه راولي . د لاس ته راوړو د پاره يې نوي لاري چاري او سامان الات پيدا کيږي . د پخولو په برخه کي يې نوي مسالې ، ادوې او پاکۍ او صفا يۍ لاري چاري منځ ته را ځي .

د دې ليکني د ليکلو په وخت کي مي لومړی هغه کوچنيان او ځوانان په نظر کي دي کوم چي د هيواد څخه بهر په بهرنيو هيوادو کي شپې ورځي سبا کوي . د دې لاري به د يوې خوا د خپل هيواد د هغو خوړو په اړه معلومات پيدا کي کوم چي په بهرنيو هيوادو کي نه سته او د بلي خوا به د دغو نوو  ټولنو د اوسېدونکو  پوښتنو ته ځواب ويلئ وي کوم چي تل يې د دوی څخه پوښتي “  ستاسي ملي خواړه څه شی دي ؟ “

کېدای سي چي دغه ليکنه يو شمېر کوچنيانو او ځوانانو ته چي په ګران هيواد افغانستان کي  ژوند کوي هم  په زړه پوري وي .

 په افغانستان کي هم په دې ورستيو وختو کي د خوړو په لاس ته راوړو کي  توپيرونه راغلي دي . يو مثال يې دا دئ چي د ډېر پخوا څخه پسونه پر اور الېيل کېده . اوس پسونه پر طبعي غاز الېيل کيږي . پخوا پسونه يوازي په ژمي کي الېيل کېده خو اوس په ځينو سېمو کي په اوړي کي هم پسونه الېيي .

بل مثال يې د کرتو ( قروتو )  لاس ته را وړل او په يو شمېر خوړو کي د هغو استعمالول . اوس په ښارونو کي خلک د کروتو پر ځای په يو شمېر خوړو کي د مستو څخه کار اخيستل کيږي . دا ځکه چي د يوې خوا کرت په بازارونو  لږ پيدا کيږي او د بلي خوا يې زدوول يو مشکل کار دئ او ډېر وخت غواړي . پدې وروستيو ختو کي زدويل سوي کرت په کانیرو توګه په سيښيي بوتلونو کي خرڅيږي .

دغه خواړه خو ما دلته و ليکل که چيري څوک تر دغو خوړو نور  پېژني او يا په کومه بله منطقه کي د خلکو تر منځ رواج وي ماته دي يې په لاندي ادرس را و لېږي :

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

 لا نــــــــــــــــــدي
ښــــــــــــوروا
کچـــــــــــــړی
کرت اوغوړي
شکنــــــــــــــه
خاګـیــــــــــنـه 

دلاندي د وچولو اسانه طریقه