د پښتو ژبي الفبې

د پښتو ژبي د الفبې توري په لاندي ډول ليکل کيږي :

ا ب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ د ډ ذ ر ړ ز ږ ژ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ګ ل م ن ڼ و ه ی

په پورتنيو تورو کي دغه لاندي اته توري خاص د پښتو توري دي :

ټ څ ځ ډ ړ ږ ښ ڼ

که څوک غواړي چي سوچه پښتو خبري يا ليکنه و کړي نو هغه کلمې دي په خپلو ليکنو او خبرو کي خوښي کړي چي د دغو اتو تورو د جملې څخه يو يا څو توري پکښي راغلي وي .

د الفبې په پورتنيو تورو کي دغه لاندي لس توري د عربي ژبي توري دي ياني که په کومه کلمه کي يو يا څو د دغو تورو څخه راغلي وي نو هغه کلمه عربي ده :

ث ح ذ ص ض ط ظ ع ف ق

په پښتو ژبه کي اواز لرونکي توري :
په پښتو کي ( و ا ی ) اواز لرونکي توري يا Vokaler او هغه نور توري يې بې اوازه يا Konsonanter دي .

په سويډني ژبه کي يو شمېر اواز لرونکي توري اوږده او يو شمېر لنډ اواز ور کوي لکه : په bok کي چي o اوږد اواز ور کوي ځکه چي تر o وروسته يو بې اوازه توری راغلئ دئ ياني که يې په پښتو وليکو نو به
( بوک ) و ليکل سي . او په bock کي به o لنډ اواز ور کي ځکه چي تر o وروسته دوه بې اوازه توري راغلي دي که يې په پښتو و ليکو نو به ( بک ) و ليکل سي ياني د ( ب ) پر سر به ( پېښ ) راغلئ وي چي هغه موږ نه دئ ليکلئ مګر دلته بايد يو اواز لرونکئ تورئ راغلئ وای ، دا چي دغه اواز لرونکئ تورئ موږ نه دئ ليکلئ نو وايو چي په پښتو کي دغه لنډ اواز لرونکي توري نه ليکل کيږي چي هغه ( زور ، زېر او پېښ ) دي .

په پښتو کي ( ی ) لاندي ډولونه لري :

( ی ) لکه سپی ، سړی ، غويی ، دی او داسي نور .
( ي ) لکه کالي ، بنګړي ، مامي ، دي او نور .
( ې ) لکه ادې ، شيدې ، مستې ، پايڅې او نور .
( ۍ ) ډوډۍ ، ګاډۍ ، چوکۍ ، غالۍ ، ملالۍ او نور . دا ( ۍ ) د مونث يا ښځينه نومو د پاره راځي .
( ئ ) لکه ښوونکئ ، زده کوونکئ ، دئ او نور . دغه ( ئ ) د مذکر يا نرينه نومو د پاره راځي .

د تلفظ د مخي دغه هره ( ی ، ي ، ې ، ۍ ، ئ ) په هر ځای کي خپل اواز ساتي مګر د پښتو ژبو مناطقو تر منځ د ځينو کلمو په تلفظ کي څه تو پير سته لکه :
څوک وايي : دا کتاب دئ .
څوک وايي : دا کتاب دې .
څوک وايي : دا کتاب دی .

١ ــ تمرين :
اوس نو يوه سپينه پاڼه راواخلئ او په دا لاندي جملو کي د خپل تلفظ له مخي ( ی ) صحيح کړئ او بيا يې د کتاب په پای کي د جوابو د پاڼي سره و ګورئ :

يو سړی ډاکتر ته ورغی او د خپلی ناروغی څخه يی شکايت وکړ .
ډاکتر ور ته وويل : ” ولی وختی را نه غلی ؟”
ناروغ ورته وويل : ” پخوا می د يوناني طبيب څخه دوا اخيستله .”
ډاکتر وويل : ” هغه مزخرف سړی دی او د څو مزخرفو دواوو نومونه يی زده دی او ډېر نه پوهيږي .”

ناروغ وويل :” هو ! ستا مزخرف نوم يې هم زده وو .”

په پښتو کي ( و ) دوه ډوله تلفظ کيږي مګر په ليکلو کي دواړه يو شان ليکل کيږي لکه :
( و ) لکه : زانګو ، بيزو ، ښارو ، کاکو او نور. چي زياتره د مونث ( ښځينه ) نومو د پاره راځي .
( و ) لکه : کډو ، بازو ، زوی ، بوی او نور . چي زياتره د مذکر ( نرينه ) نومو د پاره راځي .
په پښتو کي ( ه ) دوه ډوله تلفظ کيږي لکه :
( ه ، ـه ) لکه : پښه ، ګډوه ، ښځه ، پښتنه او نور .
( ه ، ـه ) لکه : وراره ، کاږه ، ويده ( بيده ) او نور .


کلمه Ord


هر مانا لرونکئ تورئ کلمه بلل کيږي لکه زه ، دوی ، مېز ، کتاب او نور. کلمه لاندي ډولونه لري :

 

اسم ( نوم )

Substantiv

ضمير  Pronomen
صفت Adjektiv
فعل  Verb
قيد Adverb
د وصل يا يو ځای کولو تورئ  Konjunktion
د ارتباط تورئ Preposition