د وصل کلمه

 Konjunktioner

 

 دا هغه کلمې دي چي دوه اسمونه يا دوې جملې سره مښلوي لکه په لاندي جملو کي :
احمد او محمود راغله .
ده وويل چي دی ناروغه دئ .
دی راغئ مګر دوی را نه غله .
که څه هم ته په کور کي نه وې زه راغلم .
دی به در سي که ته غواړې .
يا دی يا دا به موټر وچلوي .
هر څومره چي مي درته وويل غوږ دي ونه نيوئ .
احمد رانه غئ لکه چي نا جوړه وو .
په لوړو جملو کي ( او، چي، مګر، که څه هم، که، يا...... يا، هر څومره چي، لکه چي ) د وصل توري دي .