قيد

 ٍAdverb

 

قيد هغه کلمه ده چي پر فعل، صفت او بل قيد باندي تاثير وکي لکه په لاندي جملو کي :
ــــ سدو په خندا راغئ .
په لوړه جمله کي ( په خندا ) قيد دئ ځکه چي د راغئ پر فعل يې تاثير کړئ دئ .
ــــ دده کور په هغه ډېر جګ تعمير کي دئ .

په لوړه جمله کي ( ډېر ) قيد دئ ځکه چي د( جګ ) پر صفت يې تاثير کړئ دئ .

ــــ زمرک ډېر ژر راغئ .
په لوړه جمله کي ( ډېر ) قيد دئ ځکه چي د( ژر ) پر قيد يې چي د( راغئ ) د فعل د پاره قيد دئ، تاثير کړئ دئ .