فعل

 Verb

 

فعل هغه کلمه ده چي ديوه کار کول ښکاره کوي لکه :
ځم، خورو، ليکې، راوړئ، ګوري، خاندي او داسي نور .

٩ ــ تمرين :
پدې لاندي جملو کي فعلونه پيدا کئ :
ميرويس د ښوونځي څخه راځي . پر لاري د احمد ورور ور سره ملګرئ کيږي . بيا نو د کتاب خرڅوونکي ددکان څخه کتابونه را اخلي .کله چي يې کتابونه راوړه بيا نو دخپل ښوونکي سره خبري کوي .
فعل د وخت له مخي په لادي ډولونو دئ :

لومړی ــ حال presens :
هغه زمانه (وخت) دئ چي يو کار اوس کيږي لکه :
ځم، ليکي، خورئ، وړئ او نور .

دوهم ــ ماضي يا تېره زمانه :
دا هغه زمانه ده چي يو کار په تېر وخت کي سوئ وي او دا زمانه پر درې ډوله ده لکه .
الف ـــ مطلقه ماضي imperfekt :
چي يو کار په تېره زمانه کي سوئ وي لکه :
احمد ښوونځي ته ولاړ .
تا ډوډۍ وخوړه .
زه کور ته راغلم .
موږ ښوونځي ته ولاړو .
او نور .

ب ــ قريبه يا نيژدې ماضي perfekt :
پدې زمانه کي يو کار اوس ته نيژدې په تېره زمانه کي سوئ وي لکه :
تا ډوډۍ خوړلې ده .
موږ کتاب راوړئ دئ .
تاسي کور ته تللي ياست .

ج ـــ بعيده يا ليري تېره زمانه pluskvamperfekt:
چي يوکار په ليري تېره زمانه کي سوئ وي لکه :
موږ خپل کار کړئ وو .
ته کابل ته تللئ وې .
دوی راغلي وه .
دې د خپل پلار سره خبري کړي وې .

دريم ـــ راتلونکې زمانه futurum :
چي يو کار په راتلونکې زمانه کي کيږي لکه :
احمد به راسي .
موږ به وخاندو .
دوی به خط وليکي .

١٠ ـــ تمرين :
په لاندي جملو کي لومړی فعلونه پيدا کئ او بيا وښياست چي په کومه زمانه کي پېښ سوئ دئ .

دی زما سره کابل ته ځي .
ته خپل لوست لولې .
دوی د احمد دتره سره ولاړه .
ما خپل کتاب لوستلئ دئ .
دې تاسي ته پخوا ويلي وه .
هغه به سبا د افغانستان څخه راسي .

مصدر infinitiv :
مصدر هغه کلمه ده چي د هغه څخه د فعل مختلف حالتونه جوړيږي او يا مصدر د فعل نوم دئ ، د مصدر په اخر کي (ل) وي لکه :
ليکل، کتل، ښکاره کول، ښکاره کېدل، ځغستل، پرېکېدل او نور.دلته به يو مثال راوړو چي څرنګه د خوړل د مصدر څخه د فعل نور حالتونه جوړيږي .

مثال :

خوړل

حال مطلقه ماضي   قريبه ماضي بعيده ماضي  راتلونکې
خورم  و مي خوړ خوړلئ مي دئ  خوړلئ مي وو  وبه يې خورم
خورو  و مو خوړ  خوړلئ مو دئ خوړلئ مو وو و به يې خورو
خورې و دي خوړ   خوړلئ دي دئ خوړلئ دي وو  وبه يې خورې
خورئ  و مو خوړ  خوړلئ مو دئ خوړلئ مو وو وبه يې خورئ
خوري  و يې خوړ خوړلئ يې دئ خوړلئ يې وو   وبه يې خوري

د فعل يا کارکولو څخه وخت هم ښکاره کيږي لکه حال (اوس)، ماضي (تېره زمانه ) او استقبال ( راتلونکې ) زمانه .اوس به دلته هره هره زمانه ولولو :

امر imperativ :
دا فعل ديوه کار د کولو امر کوي لکه :
ډوډۍ وخوره !
دلته راسه !
کور ته ولاړ سه !
کتاب ووايه !

متعدي او لازمي فعل :

متعدي فعل transitiv verb :
هغه فعل ته ويل کيږي چي فاعل او مفعول دواړه ولري لکه :
ماتول، پرې کول، بيدول، ايسته کول، خوړل او نور .
احمد قلم مات کړ. په دغه جمله کي( احمد ) فاعل،( قلم ) مفعول او (مات کړ ) متعدي فعل دئ چي د ماتول د مصدر څخه جوړ سوئ دئ .
لازمي فعل intransitiv verb:

هغه فعل ته ويل کيږي چي مفعول لري او په جمله کي د فاعل و ښکاره کولو ته ضرورت نه وي لکه : ماتېدل، پرې کېدل، ايسته کېدل، بيدېدل او نور .

مثال :
قلم مات سو. دلته (قلم) مفعول دئ او مات سو لازمي فعل دئ . پدې کي شک نه سته چي د( ماتېدل ) فعل يو فاعل لري مګر دلته په جمله کي نه دئ راغلئ .

١١ ــ تمرين :
د( غوځارول ) د متعدي فعل او د( غوځارېدل ) دلازمي فعل د مصدرو څخه د فعل نور حالتونه جوړ کړئ .