صفت

 Adjektiv

 

 
صفت هغه کلمه ده چي پر اسم تاثير کوي لکه :
جګ سړی، توره غوا، زوړ کتاب، کوچنی هلک، ښه مېوه او نور .
دلته جګ، توره، زوړ، کوچنی، او ښه صفتونه دي .

٨ ـــ تمرين :
په لاندي جملو کي صفتونه پيدا کئ :
احمد ښه زده کوونکئ دئ .
زموږ کور په هغه سره تعمير کي دئ .
احمد چي راغئ د ځانه سره يې يو ښکلئ بايسکل راووست .
پدې لوی ښار کي د برېښنا جګي پايې سته .