ضمير

 Pronomen

 

ضمير هغه کلمه ده چي د اسم يا نوم پر ځای راځي لکه :
زه موږ
ته تاسي
دی،دا، دغه دوی
زما زموږ
ستا ستاسي
دده، ددې ددوی
ددغه ددغو
او نور. په لاندي جملو کي د ضميرو مثالونه وګورئ، تر هر ضمير لاندي خط کش سوئ دئ :
دې لوست زده کړ .
زه ستوکهولم ته ولاړم .
ما دده سره خبري وکړې .
ته ولي نه وې راغلئ .

٦ _ تمرين :
په لاندي جملو کي ضميرونه پيدا کئ :
ده ددوی سره خبري کولې چي ددې ورور راغئ. ما ددې کتابونه ور وړه . تا ولي دوی ته خبر ور کړ چي زما قلم ورک سو .

ضمير دغه درې حالته لري لکه :

متکلم förste person
مخاطب andre person
غايب tredje person
متکلم هغه څوک دئ چي خبري کوي لکه :
زه کور ته ځم . دلته ( زه ) متکلم دئ .
موږ کور ته ځو. دلته ( موږ ) متکلم دئ .
مخاطب هغه څوک دئ چي متکلم خبري ورته کوي لکه :
ته کور ته ولاړ سه . دلته ( ته ) مخاطب دئ .
تاسي کور ته ولاړ سئ . دلته ( تاسي ) مخاطب دئ .
غايب هغه څوک دئ چي متکلم د مخاطب سره دده په باره کي خبري کوي لکه :
دی کور ته ځي . دلته ( دی ) غايب دئ .
دا کور ته ځي . دلته ( دا ) غايب دئ .
دغه راوړه . دلته ( دغه ) غايب دئ .
دوی کور ته ځي . دلته ( دوی ) غايب .

متکلم، مخاطب او غايب واحد او جمع لري لکه :

د متکلم مفرد زه، ما
د متکلم جمع موږ
د مخاطب مفرد ته، تا
د مخاطب جمع تاسي
د غايب مفرد دی، دا، دغه
د غايب جمع دوی

٧ ـــ تمرين :
په لاندي جملو متکلم، محاطب او غايب ضميرونه پيدا کئ :
تاسي ددې په باره کي دده سره خبري کړي دي .
دوی ده ته کتاب ور کړ .
ما لا خپل لوست نه وو خلاص کړئ چي دوی راغله .
تا چي زموږ سره خبري وکړې دوی راغله .
هغې چي تاسي وليدلاست ډېره خوشاله سوه .