اسم يا نوم

 Substantiv

 

اسم هغه کلمه ده چي د يو شي، انسان، حيوان يا ځای نوم وي لکه: سړی، کتاب، ښوونځی، کور، موږک، ښار، کاغذ، افغانسان، خوب، ژړا،خندا او نور .

٢_ تمرين :
په لاندي کرښو کي اسمونه پيدا کئ
يوه سلماني د يوه سړي سر په پڅه چاړه ور خرايه او پر سر يې ويني را بهېدې.پدې وخت کي سلماني پوښتنه ځيني وکړه : ” څو وروڼه ياست ” ؟
سړي جواب ور کړ : ” که ستا د چړې څخه ژوندی پاته سوم نو درې وروڼه يو” .

اسم پر دوه ډوله دئ لکه عام اسم او خاص اسم
الف _ عام اسم :
هغه اسم ته وايي چي د هغه جنس د ټولو غړو نوم وي لکه مېز، کتاب، هلک، ښځه، ښار،قلم، غوا او نور .

ب _ خاص اسم :
هغه اسم ته ويل کيږي چي دهغه په ډول بل نه وي.لکه احمد، کابل، مالمو، حليمه، جرمنی،لمر او نور .

٣- تمرين :
په لاندي جملو کي عام او خاص اسمونه پيدا کئ :
کله چي احمد شاه بابا دهندوستان تر سفر وروسته د خپل لښکر سره بيرته د کندهار خوا ته را رهي سو، د کندهار ښار ته نيژدې يې د شپې د تېرېدو تياري
ونيول. يو عسکر په تېښته کور ته ولاړ .

اسم د شمېر د مخي يا مفرد( يو ) وي او يا جمع ( ډېر ) .
مفرد يعني ( يو ) لکه قلم، کاغذ، مېز، سړی او نور .
جمع يعني ( ډېر ) لکه قلمونه ( قلمان )، کاغذونه، مېزونه، سړيان يا سړي او نور .

٤ ــ تمرين :
په لاندي جملو کي لومړی اسمونه پيدا کئ او بيا يې جمعي وليکئ :
يوه غله د يوه سړي د کور دېوال سوری کړ او کور ته ننوت. د کور خاوند پر را ويښ سو. غل وبېرېدئ او ويې غوښتل چي ددېوال تر سوري ووزي.د کور خاوند تر پښه ونيوئ. غله ناره کړه: وروره! دا پښه مي خوږيږي ، هغه بله پښه مي ونيسه، دکور خاوند د غله پښه ايله کړه، غل ځني وتښتېد.

اسم د حالت له مخي يا فاعل وي يا مفعول :
فاعل subjekt :
فاعل هغه څوک ياشی دئ چي يو کار کوي ياني فعل يا کار دده له خوا اجرا کيږي لکه : احمد ښوونځي ته ولاړ.
په لوړه جمله کي احمد فاعل دئ.
مفعول objekt :
مفعول هغه څوک دئ چي د فاعل فعل يا کار پر اجرا کيږي لکه :
زمرک سدو ته وويل .
په لوړه جمله کي سدو مفعول دئ ځکه چي د ويلو فعل پر اجرا کيږي .
يو بل مثال يې لکه: ښوونکي زده کووني ته وويل .
پدې جمله کي ښوونکئ فاعل او زده کوونکئ مفعول دئ .

٥ ــ تمرين :
په لاندي جملو کي فاعل او مفعول پيدا کئ .
خوشال انځر کل ته وويل ، د جمعې په ورځ به موږ احمد ووينو.احمد يو ډېر ښه ټيلويزيون لري، موږ به په هغه ټيلويزيون کي د فټبال لوبه وګورو.بيا به موږ د احمد دپلار سره خبري وکړو .

اسم د جنس د مخي درې ډوله دئ لکه :
مونث (ښځه ) : لکه غوا، پښه، پياله، انا، بيزو او نور .
مذکر ( نر ) : لکه نيکه، پلار، ورور، توتي او نور .
مستوي جنس : چي دواړو نر او ښځي ته يو ډول راځي لکه مېږی،شپږه، کيکه، مچ ، غوماشه او نور.