د پښتو ليک دود تاريخچه :

د پښتو د نننۍ الفبې توري د عربي ژبي په اساس جوړ شوي دي چي سبب يې د اسلام د راتګ سره سم د عربي ژبي نفوذ دئ .

تر اسلام د مخه د اوسني افغانستان او هغه ته په ور څېرمه سيمو کښي دوه ډوله الفبې عموميت درلود :

الف : خروشتي الفبې

ب : يوناني ( آرامی الفبې د پښتو د پاره دومره اهميت نه لري ) .

د معاصر افغانستان او هغه ته په ور څېرمه ( خصوصاٌ لوېديځو) بيلو بيلو سيمو کښي د موندل شوو کتيبو ( ليکنو ) او سکو له مخي څخه د تاريخ پوهان وايي چي د دغو سيمو د بيلو بيلو ژبو له پاره خروشتي الفبې رواج وه . خروشتي د يو ډول پخوانۍ الفبې نوم دئ نه د يوې ژبي . دلته لاندي د خروشتي الفبې نمونه و ګورئ :
پر سکو باندي د خروشتي الفبې نمونې :



 

د خروشتي الفبې نمونه :




 

خروشتي الفبې د حيوان پر پوستکي
باندي :


 

د خروشتي الفبې په هکله انګرېزی څېړونکئ ( سر ويليام جونز ) وايي چي خروشتي ليک ژبه د آريانا ژبه وه او که چيري په پښتو کښي پوره څېړني وشي نو ښايي چي يو وخت د دغي ژبي ( پښتو ) په مرسته ډېري خروشتي کتيبې ( ليکني ) و لوستلي شي . د کتيبو له تاريخي څېړني څخه څرګنديږي چي خروشتي الفبې له دريمي تر ميلاد د مخه پيړۍ څخه بيا تر پنځمي ميلادي پيړۍ پوري په دغو سيمو کښي موجوده وه .

ـــ د خروشتي الفبې رواج د کنيشکا او د هغه د وروسته راتلونکوکسانو له خوا په کراره کراره دمنځه ولاړ او ځای يې يوناني الفبې و نيوئ .

ـــ د مقدوني سکندر له راتګ نه وروسته د يونانيانو د نفوذ د ټينګېدلو په اثر يوناني الفبې ورو ورو عموميت و موند . د يو لړ کتيبو او سيکو څخه داسي معلوميږي چي يوناني الفبې پدې سيمه کښي د ميلادي اوومي پېړۍ تر لومړۍ نيمايي پوري عامه وه .

ـــ کله چي اسلام افغانستان ته راغئ نو په لومړيو وختو کښي د يوناني الفبې له مخي د پښتو د خاصو تورو جوړول د عربي الفبې په اساس د مثال په توګه د ( ځ ) له پاره د عربي الفبې په اساس د ( څ ) توری په همدغه شکل جوړ شوئ دئ .

ـــ د پښتو اوسنی ليک د عربي الفبې په اساس جوړ شوئ دئ . د عربي الفبې په چوکاټ کښي د پښتو د خاصو ږغونو د پاره توري غالباٌ ډېر پخوا جوړ شوي دي ځکه چي پښتو ژبه وه او ليک به يې هم وو . پدې هکله ځيني داسي روايتونه شته چي دا توري په څلرمه هجري پېړۍ کښي جوړ شوي دي .

ـــ قاضي خيرالله پدې هکله په خپل کتاب خيراللغات کښي داسي ليکلي دي چي : ” د سلطان محمود په زمانه کښي د ده د يوه وزير حسن ميمندي ( ګومان کيږي چي دا کلمه ميوندي ده چي نسبت يې ميوند ته کيږي ) په خاصه اشاره قاضي صيف الله د پښتو د خاصو تورو لپاره توري جوړ کړل چي هغه ( څ ، ځ ، ډ ، ړ ، نړ ، ږ ، ښ ، ګ ) دي او دغه ترتيب خاص رواج و موند ”.

ـــ قاضي خير الله د ( ټ ) په هکله ليکي چي پښتنو سوداګرو بيا وروسته په سيند او پنجاب کښي د مروجي ( ت ) پر سر باندي د ( ط ) د توري په ليکلو سره د ( ټ ) توری واړاوه .
د پښتو د خاصو تورو د منځ ته راتلو په هکله ډېر روايتونه شته . څوک وايي چي دا توري ډېر پخوا جوړ شوي دي ، خو د هغو د جوړولو نسبت کله پير روښان ته ، کله اخوند دروېزه ته او کله خوشال خان ته کيږي . ښايي د دې علت به دا وو چي دوی ته به پخوانی ليک نه وو رسېدلئ يا به يې په هغه قناعت نه درلود. ځکه نو د دوی په اثارو کښي دغه ليک دود يا بيخي اوښتئ او يا لږ څه بدلونونه پکښي معلوميږي . د عربي الفبې په اساس د پښتو لومړی اثر د سليمان ماکو تذکره الاوليا دئ چي په ( ٦١٢ هـ ق ) کښي يې د کندهار په ارغستان کي ليکلئ دئ او يوازي اته مخه ورنه پاتي دي . د دغه تذکرې ليک دود د اوسني ليک دود سره ډېر توپير نه لري . يوازي ( ځ ) داسي ليکل شوې ده چي تر ( ج ) لاندي يې يو ټکئ ليکلئ دئ او د ( ی ) د ډولونو تر منځ ورکښي توپير نه ليدل کيږي .

له دې ځايه څرګنديږي چي دغه تذکره د پښتو په يوه بشپړ او پر مخ تللي ليک دود ليکل شوې وه او امکان لري د قاضي صيف الله ليک دود به يې ليکونکي ته رسېدلئ
وي .

ـــ داسي شواهد هم موجود دي چي د پښتو د خاصو تورو جوړول پير روښان ته منسوبوي . د پير روښان کتاب ( خيرالبيان ) د پښتو لومړی بشپړ کتاب دئ چي په
( ٩٧٠ هـ ق ) کښي يې ليکلئ دئ او په ( ١٠٦١ هـ ق ) کي د دوهم ځل د پاره د ده تر مرګ ١٣٠ کاله وروسته د بهارتوی په قلم ليکل شوئ دئ .

د دې کتاب له ليکني نه څرګنديږي چي د پښتو خاص توري د پير روښان له خوا جوړ شوي او يا يې پوره انکشاف ورکړئ دئ .

په دې کتاب کښي د ( ځ ، ږ ، ژ ) توري د اوسنيو تورو سره سمون نه لري . د ( ځ ) توری يې تر ( د ) لاندي يو ټکئ ، ( ږ ) يې د ( د ) په مينځ کښي ټکئ او ( ژ ) يې د اوسنۍ ( ږ ) په بڼه ليکلي دي .

ـــ د پښتو ټولني په کتابخانه کښي د خوشال خان د اشعارو قلمي نسخې موجودي
دي . په دغو کتابونو کښي هم د پښتو د خاصو تورو د پاره څه قاعدې موجودي دي . د خوشال خان په ليک دود کښي چي کوم نوئ شی ليدل کيږي هغه د ثقيلي ( ۍ ، ئ ) موجوديت دئ چي کله يې ( ئ ) او کله يې ( هـ + ي ) ليکلې ده .

ـــ د سليمان ماکو په تذکره الاوليا کښي د ( ځ ) تورئ د ( ج ) په شان ليکل کېدئ چي يو ټکئ به يې تر لاندي ليکلئ وو او د امير عبدالحمن خان په وخت کښي ( ځ ) د ( څ ) په شان ليکل کېده چي دغه ( څ ) د دواړو ږغونو د پاره په کار وړل کيدله .

ـــ د امير حبيب الله خان په وخت کښي چي د پښتو تدريس د حبيبيې ښوونځي په تعليمي نصاب کښي داخل شو د مولوي صالح محمد له خوا ورته د پښتو لومړی کتاب و ليکل شو ، په هغه کتاب کښي يې د ( ځ ) د پاره داسي توری جوړ کړ چي د ( چ ، خ ) په شان يې يو ټکئ پاس او يو ټکئ لاندي ليکئ .

لنډه يي دا چي د پښتو خاصو تورو ډيري لوړي او ژوري ليدلي دي . خو د پښتو ژبي دغه اوسني خاص توري ، کله چي د پښتو ادبي مجلس ( پښتو ټولنه ) په ( ١٣١١ ) هجري شمسي کال کښي منځ ته راغئ ، ثقيله ( ی) يې په ( ئ ) ومنله .

د تانيث ( ښځينه ) اسمونو ( ۍ ) بيا وروسته منځ ته راغله او د ( ځ ) د پاره يې هم دغه شکل و مانه . د پښتو ادبي انجمن د پښتو د اوسني او بشپړ ليک دود بنسټ کښېښود چي بيا وروسته د پښتو ټولني د غوښتني په اساس د ( ١٣٢١ هـ ، ش ) کال په لومړۍ فيصله کښي يوازي د افغانستان د ليکوالو له خوا او بيا د ( ١٣٣٧ هـ ، ش ) کال په دوهمه فيصله کښي تر لږو ترميمونو وروسته د ټولي پښتونخوا د ليکوالانو له خوا و منل شو .