پښتو د پراختيا په پوړيو کښي  Pashto under utveckling

پښتونخوا ته د عربو د نفوذ نه وروسته د عربي او عربي ادبياتو له خوا ورو ورو د پښتو ادبياتو ساحه ور تنګه شوه . د پښتو ادبيات يوازي د فولکلور په ډول د عامو پښتنو په سيمو کښي ساتل کېدل چي د يوه څخه بل ته په شفاهي ډول نقل کېدل . پدې ډول پښتو د پرديو ژبو د يرغلو څخه خوندي وه . د دغه وخت د خوږو اشعارو څخه زموږ په لاس کښي يوازي د امير کروړ يو حماسي شعر ( د دوهمي پېړۍ پيل ) او ځيني نور ، ډېر لږ اثار دي .

د سوريانو او غوريانو په وخت کښي د السرواني ، اسعد سوري ، ښکارندوی ، تايمني او د پښتو د نورو پياوړو شاعرانو د روزني او پالني زانګو د شاهانو دربارونه وه . پدغه دربارونو کي پرته له پښتو نه په بله ژبه خلک نه پوهېدل . د دوی ژبه سوچه پښتو وه او د دوی د منطقې ژبه د فارسي او عربي ژبو د نفوذ څخه ساتل شوې وه .

پښتنو شاهانو په هند کښي نه يوازي د هند ابادۍ او مدنيت ته خدمت کړئ بلکي په خپلو دربارونو کښي يې پښتو هم پاللې ده .

هجري لسمه او يوولسمه پېړۍ د پښتو د روزني او د پښتو ادبياتو د پرمختګ طلايي پېړۍ ګڼل کيږي . پدغه وخت کښي موږ د پښتو له پاره دوه چاپېريالونه ټاکلای شو :



منبع : د افغانستان ژبي او تکمونه ( دوست شينواری )