اولسي يا غير رسمي چاپېريال
:
په اولسي چاپېريال کښي د پښتو د پالني او ادب د پرمختګ شروع د
روښانيانو په ديني رنګ کښي د ملي او سياسي حرکت سره يو ځای شروع کيږي .
پښتو د روښانيانو په دوره کښي :
د پښتو ژبي په لمن کښي د پير روښان تاليف ( خيرالبيان ) لومړی بشپړ کتاب دئ چي په
٩٧٠ هجري کال کښي ليکل شوئ دئ او بيا په ١٠٦٠ هجري کال کښي نقل ( کاپي ) شوئ دئ .
تر دې کتاب دمخه پرته د شيخ ملي له کتابه چي هغه هم ورک دئ او د
( سليمان ماکو ) د تذکره الاوليا چي يوازي يو څو پاڼي يې موندل شوي دي ، د کوم بل
کتاب څرک نه لرو .
پښتو د خوشال خان په زمانه کښي :
د پښتو د ادب روښانه دوره د خوشال خان خټک د منځ ته راتلو سره سمه شروع شوه . د
خوشال خان د قلم په زور پښتو نه يوازي د ننني ادبي ژبو سياله شوه بلکي د پښتنو د
مليت د ژوندي کولو ساه يې بايد و بولو . خوشال خان د لومړي ځل د پاره په پښتو کښي
ادب ، سياست ( دستار نامه ) ، طب ( طبنامه ) او نور علوم ځای کړل چي دا کار نه مخکي
چا کړئ او نه وروسته . د ده دغه کار د ده د کورنۍ د نورو غړو له خوا بشپړ شو .
د خوشال خان په وخت کښي او له هغه وروسته په پښتو کښي غښتلي او نازک خياله شاعران
منځ ته راغلل لکه رحمان بابا، حميد ماشو خېل ، حسين ، مصري خان او نور چي د نولسمي
پېړۍ تر پيل پوري يې دوام وکړ او په پښتو کښي يې اخلاق ، تصوف او بشردوستي ځای کړل
.
د نولسمي پېړۍ په پيل کښي خارجي استعمار چيانو، لومړی سيکانو او بيا انګرېزانو د
دوراني دولت د مشرانو د اولادې له اختلافه استفاده وکړه او د پښتنو خاوره يې پر دوو
بلکي پر درو برخو و وېشله چي تر اوسه پوري لا پر هغه حال پاته ده . د استعمار په
مقابل کښي د ليري پښتونخوا پښتنو په يوه لاس کښي توره او په بل لاس کښي قلم واخيستل
چي په دواړو مبارزه تر ننه روانه ده .
|