رسمي چاپېريال  Officiell miljö


په رسمي چاپريال کي د ستر مشر ميرويس نيکه له وخته د پښتنو سياسي او ادبي مرکز کندهار او بيا کابل ګرځي .

پښتو د حاجي ميرويس خان په دوره کښي :
د ميرويس نيکه درنې کورنۍ نه يوازي د پښتو پالنه کړې ، بلکي د پښتو ژبي ښه شاعران هم وه . د ده په دوره کي د پښتو ښه شاعران و روزل شوه لکه سيدال خان ناصري ، ملا پير محمد، بابو جان بابي، داود هوتک، ملا نور محمد غلجی او نور .

پښتو د شاه حسين په زمانه کښي :
د شاه حسين په زمانه د پښتو د خدمت په باب د تاريخ يوه ځلانده دوره ده . د ده دربار د پښتو ژبي د ادب ښه زانګو ګڼل کيږي . د ده په امر د پښتو ژبي د شاعرانو تذکره ( پټه خزانه ) و ليکل شوه چي د پښتو د ادب تاريخ يې ١٣ سوه کاله مخکښي زمانو ته و رساوه .

پښتو د احمد شاه بابا په زمانه کښي :
پښتو ژبه په ادبي لحاظ د احمد شاه بابا ( چي د پښتو ژبي شاعر هم وو ) او د ده د اولادې ، تيمور شاه او شاه زمان په وختو کي پالل شوې ، مګر په حقيقت کښي د تيمور شاه له خوا له کندهاره د سياسي مرکزيت لېږدول و کابل ته د پښتو د پرمختګ له پاره لويه صدمه وه چي جبيره کول يې ګران شول .

پښتو د امير دوست محمد خان په زمانه کښي :
د امير دوست محمد خان په کورنۍ کي د پښتو ژبي کلکه مينه پرته وه ، د همدې ميني په اثر د ده وروڼه سردار مهردل خان او سردار پردل خان د پښتو ژبي خوږ ژبي شاعران وه .

پښتو د امير شير علي خان په زمانه کښي :
د اعليحضرت امير شيرعلي خان په وخت کښي پښتو ژبي ته په رسمي ډول خدمت شروع شو . ټول عسکري ، ملکي او د کابينې د غړيو نومونه يې په پښتو واړول . د هغه وخت ځيني عسکري قوماندې چي په پښتو شوي وې لا تر اوسه ژوندئ دي لکه ( تيار سئ ، ولاړ سئ ، درېږ ) او نور .


پښتو د امير عبدالرحمن خان په زمانه کښي :
اعليحضرت امير عبدالرحمن خان د پښتو سره بې ميني نه وو . د ده په امر د عبدالقادر خټک اثر
( يوسف او زليخا ) په سلطنتي مطبعه کښي چاپ شو .

پښتو د امير حبيب الله خان په زمانه کښي :
د اعليحضرت حبيب الله خان په وخت کښي د پښتو په باب يو لوی ګام واخيستل شو او هغه دا چي پښتو ژبي د معارف په تعليمي نصاب کښي ځای و نيوئ او د ښوونځي په درسي پروګرام کي رسمي داخله شوه . مولوي صالح محمد لومړی درسي کتاب و ليکئ چي بيا په لاهور کښي هم چاپ شو . په سراج الاخبار کښي د پښتو مضمونونو چاپول شروع شوه .

پښتو د پاچا امان الله خان په زمانه کي :
د اعليحضرت امان الله خان پښتو ته خاصه توجه وه . دوی د پښتو د زده کړي او تعميم په غرض
( پښتو مرکه ) نومې ټولنه جوړه کړه ، چي د هيواد د ټولو قومونو فاضلانو او عالمانو ګډون پکښي کړئ وو . پدغه وخت کي د پښتو د پاره ګرامري قواعد وليکل شوه ، لغوي پانګه او د اصطلاحاتو ذخيره يې را ټوله کړه شوه ، نوي نومونه او اصطلاحات هم جوړ شوه . د پښتو کتابونه ( يوازنۍ پښتو ) ، ( پښتو پښويه ) وليکل او چاپ شول . طلوع افغان ورځپاڼي چي په دري ژبه يې مضمونونو خپرېدل په پښتو ژبه هم د مضمونونو په خپرولو پيل و کړ چي ورو ورو ټوله پښتو شوه .

پښتو د اعليحضرت نادر خان په زمانه کښي :
د اعليحضرت نادر شاه په وخت کي پښتو مرکه په ( پښتو انجمن ) واوښته او بيا مرکز ( کابل ) ته را نقل او د ( کابل ادبي انجمن ) په ګډون په ( پښتو ټولنه ) واوښت . پدغه وخت کي د پښتو د پراختيا د پاره کار پيل شو .

پښتو د اعليحضرت محمد ظاهر خان په زمانه کښي :
د اعليحضرت محمد ظاهر خان په زمانه کي کله چي سردار محمد داود صدراعظم سو نو پښتو ژبي ته زياته توجه وکړه . هغه دا چي د دولت ټول کار کوونکو ته يې په اجباري ډول د پښتو ژبي د زده کړي امکانات برابر کړه که څه هم ژبه به يې پښتو وه . د ژبي د کورسونو تر لوستلو وروسته په ازموينه کي تر بريالي کېدو وروسته يې مياشتنۍ معاش د پنځوسو افغانيو په اندازه ور زياتاوه .

منبع : د افغانستان ژبي او توکمونه ( دوست شينواری )