پښتو او هندي ژبي  Pashto och indiska språk

پدې کي شک نشته چي پښتو د لوېديزو اريايي ژبو په کورنۍ پوري اړه لري او په هغو کي د باختري ژبو له جملې څخه يوه ژوندۍ ژبه ده . خو بيا هم د نورو باختري ژبو په نسبت د هندي ژبو سره خصوصا په لغوي پانګه کي د پاملرني وړ ګډون لري .

د دې يو علت د هندي ژبو سره د پښتو د زرګونو کلو ګاونډيتوب او د ګډو پولو لرل دي . دوهم علت يې پر هند باندي د پښتنو د څو پېړيو حکومتونه دي چي د هغه په اثر پښتو ډېر څه هندي ژبو ته ورکړي او ډېر څه يې ور نه اخيستي دي . د دې کار په نتيجه کي هندي ژبي د پښتو او پښتو د هندي ژبو تر تاثير لاندي راغلې ده . د پښتو اوهندي ژبو تر منځ بل ګډ خصوصيت د ( ټ، ډ ، ړ او ڼ ) د ږغونو موجوديت دئ . څېړونکي عقيده لري چي آريايي ژبو دغه ږغونه نه لرل ، پښتو مستقيما په خپله د هندي ژبو له لاري دغه ږغونه له دراويدي ژبو څخه اخيستي دي . ځکه هندي ژبو هم دغه ږغونه په خپل اصل کي نه درلودل او هغه يې د مغلوبو او شړل شوو دراويدي ژبو څخه اخيستي دي . له دغه ځايه وو چي يو شمېر محقيقينو عقيده درلوده چي پښتو د هندي ژبو له کورنۍ څخه ده .

په ١٨٢٨ کال کي د لومړي ځل د پاره ( کلاپروت ) او له هغه څخه وروسته يو شمېر نورو دغه نظريه منځ ته راوړله چي پښتو يوه آريايي ژبه ده ، نه اينډو آريايي ژبه .