پښتو Pashto

پښتو د هغو پنځوسو معتبرو ژبو په کتار کي راځي کوم چي بډای ادبيات لري . پښتو د افغانستان ملي ژبه ده . په افغانستان کي نژدې ١٢ مليونه وګړي خبري په کوي ( د ١٣٥٣ کال د احصايې له مخي ) .
او په پښتونستان کي نژدې اوه مليونه وګړي خبري پرې کوي . سربېره پر دې دوو سيمو يو شمېر پښتانه په پاکستان ، هند ، کشمير ، يو لږ شمېر د چين په ( سين کيان ) او له پنځو سوو زرو نه زيات پښتانه د ايران په خاوره کي ژوند کوي . د چين د پښتنو د موجوده ژبي په باب معلومات نشته .

د پښتو څېړني او زده کړي ته د وروستيو درو پېړيو په جريان کي د لوېديزو څېړونکو زياته پاملرنه اوښتې ده . په بريتانيا ، روسيه ، فرانسه ، جرمني او نورو هيوادو کښي ډېرو پوهانو پښتو زده کړې او څېړلې ده . ډيرو لوېديزو پوهانو ډول ډول پښتو کتابونه ليکلي دي .

د ١٩٣٩ کال نه وروسته د مسکو د ختيځ پېژندني په انستيتوت او يو شمېر نورو لوړو پوهنځيو کي د پښتو تدريس په منظم ډول شروع شو چي د تدريس انتظام او د موادو برابرول يې د استاد اسلانوف د زيار او زحمت محصول وو .


تمرين :
١ ــ په کومو هيوادونو کي په پښتو ژبه خبري کيږي ؟
٢ ــ په کومو لوېديزو هيوادونو کي پښتو ژبي ته زياته پاملرنه سوې ده ؟