ژبـــــه Språk
ژبه د ژونديو موجوداتو تر منځ خبر
( اطلاع ) ور کول دي . د شاتو مچۍ د شاتو د منبع پر سر د ګرځېدو په
واسطه نورو موچيو ته خبر ور کوي چي شات دلته دي . ميږيان دخپلو دوو
انتنونو او د بوی د ژبي له لاري نورو مېږيانو ته خبر ورکوي ،ښځينه
بوراګاني په هوا کښي د نرينه بوراګانو توجه ځانته ته د يو ډول بوی په
واسطه را جلبوي . مرغان د خپلو سندرو ( رېز ) په واسطه د ډلي نورو
مرغانو ته د يوه نوي ځای د پيدا کولو خبر ور کوي . حيوانات هم د
انسانانو په شان د خطر ، بيري ( ويري ) او تېښتي خبر نورو ملګرو ته د
اواز او يا کوم بل سلوک د ښکاره کولو له لاري ور کوي . د انسانانو د
خبرو ژبه انسان ته دغه امکان ور بخښي چي د يو شمېر محدودواو ساده ږغونو
له لاري يو زيات شمېر غير محدود نوي او مغلق اطلاعات جوړ کړي . ټولي
انساني ژبي يو شمېر محدودو ژبني ږغونه ( fonem ) لري ، کوم چي د هري
ژبي د الفبې د تورو څخه عبارت دي . فونيمونه په خپله مانا نه لري ، مګر
که يو يا څو فونيمه سره يو ځای کړو نو مانا لرونکي واحدونه ( morfem )
او يا په بل عبارت ساده کلمې ځني جوړيږي . که يو شمېر دغه کلمې د معينو
ګرامري قاعدو له مخي سره يو ځای سي نو بيا جملې ور څخه جوړيږي ، چي
جملې نو بيا د انسانانو د ژبي هغه واقعي اطلاعات دي .
د ژبو تر منځ د فونيمونو ځای پر ځای کېدل يو د بله توپير لري . ټولي
ژبي اواز لرونکي توري ( vokaler ) او بې اوازه توري ( konsonanter )
لري .
په نړۍ کښي د ٦٠٠٠ په شا و خوا کي مختلفي ژبي وجود لري چي يو د بله څخه
توپير لري . د مثال په توګه پښتو او دري دوې مختلفي ژبي دي او په
افغانستان کي له ډېره وخته سره ملګري دي .
لرغونپوهانو يو شمېر ليکني پيدا کړي دي چي د پښتو او دري ژبو په هکله
يې معلومات ور کړئ دئ . د بغلان د کتيبې ( ليکني ) څخه ( ١٦٠ م ) ښکاره
کيږي چي په تخارستان کي د کوشانيانو د وخت ژبه يو ډول زړه دري وه ، چي
د اوازونو ، کلمو او ګرامر له مخي يې د پښتو سره زيات ګډون درلود چي
هغه ژبه موږ کولای سو دري و بولو ، دا چي د دوهمي هجري پېړۍ څخه د پښتو
ژبي پخواني اثار هم موجود دي نو کولای سو چي و وايو پښتو او دري دوې
سره ملګري او نيژدې ژبي دي .
په نړۍ کښي ډيري ژبي موجودي دي چي يو دبله لږ يا ډېر توپير لري . همدا
ډول په هره ژبه کي بيا مختلفي لهجي ( dialekter ) وجود لري . د لهجو
دغه اختلاف په ځينو ژبو کي لږ او په ځينو ژبو کي ډېر وي . د مثال په
توګه په سويډني ژبه کي د جنوبي منطقې لهجه (Skånska) د ستوکهولم او يا
نورو منطقو د لهجو سره فرق لري . په پښتو ژبه کي هم مختلفي لهجې سته چي
هغه يو د بله څخه ډېر زيات توپير لري .
تمرين :
١ ــ مچۍ ولي د شاتو پر سر ګرزي ؟
٢ ــ مېږيان څه ډول خپل نورو ملګرو ته خبر ورکوي ؟
٣ ــ په ١٦٠ م کال کي چي په بغلان کي کومه ليکنه پيدا سوې ده د څشي
بيان کوي ؟
منابع :
د افغانستان ژبي او توکمونه ( دوست شينواری )
Braböckerläxikon
|