ګوندونه ( حزبونه ) په افغانستان کي

 

 

په ١٧ مه پېړۍ کي په انګلستان کي د پارلمان منځته راتلل د مشروطيت اساس کښېښود او په ١٨ مه پېړۍ کي د فرانسې د لوی انقلاب په نتيجه کي د بشر د حقوقو اعلام منځته راووست . دغه ډول د نړۍ په نورو هيوادونو کي هم د دموکراسۍ اواز پورته سو .

په افغانستان کي په ١٨٦٢ ــ ١٨٧٨ م کلونو کي د سيدجمال الدين افغان او امير شيرعلي خان اصلاحي پروګرام تر کار لاندي سو مګر د انګرېزانو د فوځي تېري ( د افغان او انګرېز دوهمه جګړه ) په نسبت يې پر مختګ و نه کړ .

د مشرطيت غوښتونکو هدف دا وو چي په هيواد کي دي ټوله قدرت د پاچا په لاس کي نه وي بلکي خلک دي و کولای سي چي د انتخاب ، ويلو او ليکلو حق و لري او خپل دغه هدف يې په لسو مادو کي لنډ کړئ وو .