د خلق دموکراتيک ګوند :

 

 

 دا ګوند د نورمحمد ترکي ، ببرک کارمل ، حفيظ الله امين او يو شمېر نورو خلکو له خوا مينځ ته راغئ ١١د جدي د ١٣٤٣ کال ١١ / ٤ / ١٩٦٦ م . د خلق په نامه يې يو اخبار را و ايستئ چي د شپږو جريدو تر راوتلو وروسته د حکومت له خوا بند سو .

د نور محمد ترکي او ببرک کارمل تر منځ د اختلاف په سبب کارمل او د هغه پلويان د خلق د ګوند څخه جلا سوه او يو نوی ګوند يې د پرچم په نامه جوړ کړ ١٤ /٢ / ١٣٤٦ هـ ل کال . د خلق او پرچم ګوندونو دواړو د هغه وخت د شوروي اتحاد سره ښه اړيکي درلوده .

نور ګوندونه لکه د شعله جاويد ګوند ، د افغان ملت ګوند ، د جمعيت اسلامي ګوند ، اسلامي ګوند ،د مساوات ګوند او داسي نور ګوندون جوړ سوه .

کله چي داود خان په ١٣٥٢ هـ ل کال کي د چنګاښ پر ٢٦ نېټه د يوې کودتا له لاري په هيواد کي لومړی جمهوريت اعلان کړ نو يې ټول سياسي فعاليتونه بند کړه .

څه موده وروسته يې يو ګوندي حکومت اعلان کړ چي هغه هم د ده خپل ګوند ( ملي غورځنګ ) چي تر اوسه يې لا په فعاليت پيل نه وو کړئ .

تر دې وروسته په پټه د خلق او پرچم ګوندونه بيا سره يو ځای سوه کال ١٣٥٦ د سرطان ١٢ . او په ١٣٥٧ کال کي د ثور پر ٧ نېټه يې د داود خان حکومت له منځه يووړ .