ويښ زلميان :

 

 

 د مشروطيت تر لومړۍ او دوهمي ډلي وروسته د ويښوزلميانو په نامه يو ګوند منځ ته راغئ چي د منځته راتلو کال يې ١٣٢٥ هـ ل ټاکل سوې دئ . د دې غورځنګ ډېر غړي درلوده چي مشهور غړي يې دادي :

عبدالروف بېنوا، ګل پاچا الفت ، ارسلان سليمي ، قيام الدين خادم ، نور محمد تره کی ، فيض محمد انګار ، غلام حسن صافی ، محمد رسول پښتون ، عبدالشکور رشاد .

د دې غورځنګ هدف دا وو چي ملت ته د قلم ، بيان ، ګوندونو او نوري ازادۍ ور وګټي او دا يې غوښتل چي دا جمعيت دي ديني رنګ ولري .

د دې ګوند لومړۍ خپرونه د ( انګار ) په نامه يادېده او د امتياز خاوند يې ښاغلی فيض محمد انګار او دوهمه اوو نيزه خپرونه يې د ( اولس ) په نامه او د امتياز خاوند يې ګل پاچا الفت وو .

پددغه وخت کي غلام محمد غبار يو ګوند د ( وطن ) په نامه او عبدالرحمن محمودي يو ګوند د ( ندای خلق ) په نامه مخته وړل .

په ١٣٤٣ هـ ل کال کي چي د محمد ظاهر شاه په وخت کي نوی اساسي قانون منځ ته راغئ يو شمېر ګوندونه منځ ته راغله چي ځيني يې هغه د ويښو زلميانو د غړو له خوا جوړ سوه چي په لاندي ډول يې دلته راوړو :
- د مساوات حزب
- د خلق ګوند
- د جمعيت ګوند