د مشروطيت غوښتونکو لومړۍ ډله :

 

 

د امير حبيب الله خان په وخت کي کله چي امير د حبيبيې ليسه او شاهي مدرسه جوړه کړه ، د دې لاري څخه ځوانانو ته د غونډو کولو امکانات پيدا سوه ، هغه وو چي د ١٩٠٦م کال د جنوري پر لومړۍ نېټه د حبيبيې د ليسې او د شاهي مدرسې معلمانو د سراج الاخبار انجمن جوړ کړ .او د سراج الاخبار جريده يې راو ايسته ١٩٠٦ م کال ، چي ٣٦ پاڼي يې درلودې . دغه لومړنۍ او اخرنۍ جريده وه ، ځکه چي د انګرېزانو او د افغانستان د حکومت له خوا بنده سوه .

د ١٩٠٦ او ١٩٠٩ م کلونو تر مينځ د کابل په شوربازار کي د مير سيد قاسم لغماني په کور کي د مشروطيت د لومړي جنبش د جوړېدو غونډه و سوه . په دې غونډه کي د مشروطيت دجنبش مشر مولوي محمد سرور واصف کندهاری و ټاکل سو او د لومړي ګوند بنسټ يې کښېښود چي نوم يې ( اخوان افغان ) يعني افغاني وروڼه وو .

د دې ډلي ارمان په هيواد کي د قوانينو او د يوه قانوني حکومت منځ ته راتلل وه . دوی خپلي غونډي په پټه د قران ، قلم او توري په مينځ کي ايښودلو سره پيل کولې او قسم به يې کاوه چي دين ، ازادۍ ، معارف او سواد ته به خدمت کوي .
کله چي امير حبيب الله خان د دې حال څخه خبر سو نو د دې ډلي ځيني غړي يې مړه کړل او ځيني نور يې بنديان کړل .

د مشروطيت غوښتونکو غوښتنه دا وه :
١ ــ د اسلام د دين اطاعت کول او ټو احکامو ته يې غاړه ايښودل .
٢ ــ ملي حقوق ټينګول ، د مشروطيت رژيم مينځ ته راوستل او د قانون چلول .
٣ ــ د بې ځايه عادتونو د منځه وړل .
٤ ــ د ټولو قومونو او قبيلو تر مينځ ملي يووالئ مينځ ته راوړل .
٥ ــ په ورورګلوي سره د ملت اصلاح کول نه دا چي په زور سره وي .
٦ ــ په ټول هيواد کي د معارف عام کول او د مطبوعاتو د لاري د خلکو ويښول .
٧ ــ د ملي شورا جوړول د خلکو د ازادو انتخاباتو له لاري .
٨ ــ د افغانستان د سياسي ازادۍ اخيستل او د نورو بهرنيو هيوادو سره سياسي او اقتصادي اړيکي درلودل .
٩ ــ د اجتماعي مساوات او عدالت اصول منځته راوړل .
١٠ ــ د نوي صنعتي او حرفيي مدنيت تهداب ايښودل ؛ د لارو ، ښارونو جوړول ؛ د اوبو او برق منابع پيدا کول .