د عيسوي دموکراتانو ټولنيز ګوند

Kristdemokratiska samhällspartiet

  په ١٩٦٤ م کال کي دا ګوند په داسي حال کي مينځ ته راغئ چي ويل يې په ښوونځيو کي دي د عيسوي دين لوست زيات سي . او د دې ګوند لويه خبره د ازاد سقط
( Fri abort) پر ضد دريز دئ .

دا ګوند د لومړي ځل د پاره په ١٩٩١ م کال کي په پارلمان کي غړيتوب تر لاسه کړ .

نن د د دې ګوند غوښتنه دا ده چي :
 د چاپېريال ساتنه
 د ماشومانو د لرونکو کورنيو ماليات دي کم سي
 تر ښوونځي نه مخکي زده کړي او ښوونځي دي د عيسوي دين په اساس وي
 د سقطونو شمېر دي کم سي
 په ټولنيز ژوند کي دي اخلاق او د اخلاقو زده کړه زيات ارزش پيدا کړي
 د کورنيو سره دي مرسته و سي او د ټولني غړو ته دي دا ور په ګوټه سي چي د ښځي او نر تر ډېره وخته ژوند څومره ارزش لري
 د وړو ماشومانو د ميندو او پلرونو سره دي اقتصادي مرسته و سي .