د خلکو ګوند ( لبرال ګوند)

Folkpartiet liberalerna ( fp )

  د لبراليزم کړنلاره دا ده چي وايي تجارت ، فابريکې ، سياست او دين دي ازاد وي ، چي دا لغات د لاتيني ژبي څخه د ازادۍ د پاره ډېر برابر دئ . دا ګوند د مختلفو لبرالو ګروپونو له خوا څخه په ١٨٩٥ م کال په پارلمان کي د مختلفو لبرالو غړو له خوا مينځ ته راغی . د دې ګوند بنسټ ايښودونکي ژورناليستان ، حقوق پوهان ، تجاران او نور خلک وه کوم چي د خپل زيات تحصيل او لوړو کارونو سره سره يې په ټولنه کي کوم سياسي قدرت نه درلودئ .
دوی غوښتل چي غير عادلانه طبقاتي ټولنه له منځه يوسي او پر ځای يې يوه ازاده او دموکراتيکه ټولنه مينځ ته راولي . دا ګوند په ډيرو نظريو کي د سوسيال دموکراتانو د ګوند سره يو شان وو . که سوسيال دموکرات ګوند د کښته طبقې ګوند وو خو د لبرال ګوند د منځنۍ طبقې ګوند وو .

تر دوهم نړيوال جنګ وروسته داګوند داسي ښکاره کړه چي د هيواد اقتصاد( فابريکې او تجارت ) دي د دولت په لاس کي نه وي مګر کښته طبقه دي د ټولني له خوا حمايه سي .

نن دغه ګوند داسي وايي :
• اقتصاد او تجارت دي ازاد وي خو رقابت دي موجود وي
• شرکتونه دي شخصي وي
• فردي ازادي دي موجوده وي
• شخصي ښوونځي ، وړکتونونه او روغتونونه دي وي مګر تر څنګ دي يې دولت هم ښوونځي ، وړکتونونه او روغتونونه په لاس کي و لري
• په کراره کراره دي په راتلونکې کي د ماليات فشار کم سي
• د دباندنيو هيوادونو سره مرسته دي زياته وي ، مهاجرين دي نه بنديږي