مرکزي ګوند:

Centerpartiet( C )

    
دا ګوند په ١٩١٣ م کال کي د بزګرانو د لويي اتحاديې له خوا جوړ سو . په ١٩٥٧ م کال کي يې د مرکزي ګوند په نامه و باله او د دې لاري يې کوښښ و کړ چي ښاري رايي ورکونکي هم را جلب کړي . دا ګوند په ٧٠ ١٩ لسيزه کي د چاپېريال ، ذروي قوې او د کم نفوسو منطقو د مرستي د خبرو له لاري بريالی توب له لاسه کړ .

دا ګوند مينځنی دريز لري چي دواړه په ښي حکومت او د سوسيال دموکراتانو د اکثريت په حکومتونو کي يې ګډون کړئ دئ .

نن ورځ دا ګوند غواړي چي :
•  د وړو شرکتونو او زراعت سره دي مرسته وسي
•  شرکتونه ، فابريکې ، دولتي مقامات او د حکومت دفتر دي په مرکز کي نه وي بلکي په ټول هيواد کي دي تيت وي .
•  کمونونه دي ازادي و لري .
•  د چاپېريال زياته ساتنه دي وسي .
•  د وړو ماشومانو د والدينو سره زياته مرسته .
•  د خوراکي موادو داخلي ماليات ( moms ) دي له مينځه ولاړ سي .
• ذروي قوه دي ژر له منځه ولاړه سي .
•  د اروپا د اتحاديې د پرمختګ په برخه کي احتياطي دريز .