چپي ګوند

 

Vänsterpartiet ( V )

 په ١٩١٧ م کال کي د سوسيال دموکراتانو د ګوند څخه يو ګروپ جلا سو او د سويډن د کمونست ګوند يې جوړ کړ . په ٦٠ لسيزه کي يې نوم کمونست چپي ګوند Vänsterpartiet kommunisterna ته واړاوه او په ١٩٩٠ م کال کي يې نوم يوازي او يوازي چپي ګوند Vänsterpartiet ته واړاوه .

د نوموړي ګوند پخوانی هدف سوسيالستي انقلاب وو ، يعني کله چي کارګران قدرت واخلي او ټولنه واړوي . خو اوس يې د انقلاب فکر له منځه وړئ دئ او دوی غواړي چي سويډن په دموکراتيکه او قانوني توګه لاره واړوي .

د چپي ګوند د نوم د اړولو او په اروپا کي د کمونيزم د را نسکوره کېدو راهيسي د نورو ګوندونو تر مينځ د يوه دموکرات ګوند په توګه پېژندل سوئ دئ .

نن چپي ګوند مرام لري چي :
 دفاعي قوه دي له مينځه ولاړه سي
 ذروي قوه دي ژر له مينځه ولاړه سي
 د چاپريال بايد ډېره پالنه وسي
 د سرمايې ثروت او سهميو ماليات بايد تر دې چي اوس دئ لوړ سي . خانان بايد د خپلي ګټي او سرمايې څخه و ټولني ته زياته اندازه وړکي
 د هيواد ښووونځي ، وړکتونونه ، روغتونونه ، او د زړو خلکو د ساتلو کورونه بايد دوام ولري او نور هم جوړ کړه سي
 کاګران بايد د خپل کار په برخه کي زيات تصميم و نيولای سي
 هيواد دي جمهوري سي .