سوسيال ديموکراتان

 

Socialdemokraterna ( S )

سوسيال دموکرات کارګري ګوند په ١٨٨٩ م کال کي د سوسيالستي ډلو او کارګري اتحاديو له خوا جوړ سو او د LO ( د کارګرانو د اتحاديو مرکزي اتحاديه ) سره يې ګډه همکاري کوله .

د پيل څخه غوښتنه دا وه چي ټول خلک به د رايي حق و لري، د ورځي ٨ ساعته کار کول او د کارګري اتحاديو د جوړولو حق درلودل . په هغه وخت کي بيا هم خانانو قدرت درلودئ ، په اونۍ کي شپږ ورځي خلکو کار کاوه ، معاشونه کم وه او کارګرانو د رخصتۍ حق نه درلود . پدغه وخت کي سوسيال دموکراتانو او LO دا خپله دنده و بلله چي د کارګرانو د ژوند شرايط ښه کړي او په سويډن کي حق او عدالت منځ ته راوړي .
تر دوهم نړيوال جنګ وروسته سوسيال دموکرات ګوند د سويډن تر ټولو لوی ګوند دئ . يعني سوسيال دموکراتانو د سويډن په ودانولو کي لويه برخه درلودلې ده .

ماليات يې پورته وړي دي ، د دولت په لاس کي د شرکتونو نيول ، ټولو ته د تحصيل عامول ، ټولو ته يو شان روغتيايي چاري برابرول ، ماشومانو ته مياشتنۍ مرسته ورکول ،
د کم عايدو خلکو سره د کور د کرايې په هکله مرسته کول ، تقاعد او داسي نور د دوی د کړنو څخه دي .

سوسيال دموکراتان غواړي چي لاندني کارونه تر سره کړي :
•  و ټولو ته کار ــ ډېره لږ بېکاري
•  د امکان تر حده پوري په ټولنه کي برابري
•  مخته تللئ ژوند بايد دوام ولري ، د ماشومانو سره اقتصادي مرسته ، د ناروغۍ بيمه او د ټولو د پاره روغتيايي مرستي دي موجودي وي .
• يو غښتلئ دولتي سکتور ( چي دولت هم شرکتونه و لري ) لکه : ښوونځي ، وړکتونونه ، روغتيايي چاري او نور .
•  د کارګري اتحاديو له لاري کارګرانو ته د شرکت سره په ګډه تصميم نيولو حق ور کول .