شعر :

 

 

هغه موزون کلام دئ چي د انسان پر احساساتو باندي تاثير کوي . ځيني بيا وايي چي : هر هغه کلام چي د انسان احساسات را وپارولاي سي هغه شعر دئ که څه هم وزن او قافيه و نه لري .

په پښتو ژبه کي ډېر شاعران تېر سوي دي خو متاسفانه چي د يو شمېر شاعرانو ديوانونه ( د شعر کتابونه ) هيڅ نه سته او نه موږ د دوی د ژوندانه د پوره حاله خبر لرو ، خو يوازي يې يو څو شعرونه موږ ته په لاس راغلي دي .

شعر ډېر ډولونه لري لکه عشقي ، تصوفي ، حماسي ( جنګي ) او نور .

په پښتو کي دواړو نرينه او ښځينه شاعرانو د ډېر پخوا څخه شعرونه ويلي دي . ځيني شعرونه د ډيرو تشبهاتو او استعارو څخه ډک وي . مګر يو شمېر شاعرانو بيا ډېر ساده او عام فهمه شعرونه ويلي دي چي ټول خلک پرې پوهيږي . په پښتنو کي شعر او شاعرۍ د ډېر پخوا څخه دومره علاقه مندان درلودلي دي چي حتی د پښتنو پاچاهانو او د قوم مشرانو لا يا پخپله شعرونه ويلي دي او يا يې پخپلو دربارو کي شاعران روزلي او ساتلي دي .