ټـــوکــې ټکالې

 

 

ټوکه

د روژې مياشت را نژدې کيږي . په يوه مسجد کي يو ملا صاحب خلکو ته د روژې د ثواب او ترتيب په باره کي لار ښودنه کوي او داسي وايي :
” کله چي مو د روژې مياشت وليده نو په دا سبا ورځ به روژه و نيسئ . ”
پدې مينځ کي يو سړی ناست دئ ، د ځان سره داسي فکر کوي : که سړی د روژې مياشت و نه ويني نو روژه نه ده پر فرض ، لوړ به نه ګورم ، مياشت به نه وينم نو د روژې د نيولو څخه به خلاص يم . څو ورځي يې پدې چل د روژې د نيولو څخه ځان خلاص وباله .
يوه ورځ د ويالې ( ولې ) پر غاړه ناست دئ چي ګوري د ويالې په اوبو کي يې سپوږمۍ و ليده ، سر يې وښوراوه او بله چاره يې و نه ليده ، ماښام يې د سبا ورځي د روژې نيت وتاړه .

د ماينې مرګ
يو سړی د خپلي ماينې د سخت سلوک څخه شاکي وو ( شکايت يې کاوه ) . يوه ورځ يې يوه ملګري ته وويل :” ښځه مي خورا بد خويه او قهر جنه ده او دا دوه کاله کيږي چي ناروغه هم ده . ”
ملګري يې ورته وويل : ” که يې د مرګ خبر درته راوړم خوشاله به سې ؟ ”
سړي ورته وويل :” يه ، پدې چي که د دې د مرګ واورم د ډيري خوشالۍ به زه مړ
سم .”

ټوکه
يوه فقير يوه بخيل بډای ته وويل چي ” څه راکړه ”.
بخيل ورته وويل : ” که ته زما خبره ومنې، نو بيا چي هر څه غواړې زه به يې در کړم” .
فقير وويل : ” پر سترګو منم يې . کومه خبره ده ”؟
بخيل وويل : ” خبره داده چي هيڅکله له ما څخه څه مه غواړه”.

دوه لېونيان
دوه لېونيان د دارامجانين د دلاک ( سلماني ) څخه چي ددوی سر به يې خرايه په عذاب سوه نو په خپل مينځ کي يې سلا سره وکړه چي څنګه به ددې دلاک څخه ځانونه خلاص کړي؟

تر لږ چرت وروسته دا يوه لېوني هغه بل ته وويل چي ما ته يو ښه چل راغئ او هغه دا چي ته يو غټ مېخ را واخله او زما په سر کي يې ټک وهه نو هغه وخت چي دلاک زما سر خريي، چاړه به يې پر مېخ و لګيږي، پڅه به سي او موږ به يې له غضبه خلاص سو .
هغه بل لېوني هم ورسره خوښه کړه خو کله چي يې مېخ او چکوش راوړل، او غوښته يې چي د هغه بل لېوني په سر کي مېخ ټک وهي نو لېوني سر ټيټ کړ او د هغه بل لېوني لاس يې ونيوئ .
لومړي لېوني ورته وويل : ” څه کوې ”؟
دوهم لېوني ور ته وويل : ” وېرېږم چي مېخ به در څخه خطا شي او چکوش به زما پر سر ومښلي ”.