عبدالباري جهاني

 

 


عبدالباري جهاني د خدای بخښلي حاجي عبدالاحمد زوی او د کندهار د ښار د باميزو د کوڅې اوسېدونکئ دئ . سربېره پر ښوونځي يې ديني زده کړي هم کړي دي چي استاد يې مرحوم ملا نور محمد اخند نومېدئ . جهاني د کندهار د ميرويس نيکه د لېسې څخه فارغ سوئ دئ . تر لېسې وروسته د کابل پوهنتون د تاريخ او جغرافيې د پوهنځي څخه فارغ سوئ دئ .

جهاني د ډېر کوچنيوالي څخه د نورو شاعرانو د شعرونو د لوستلو سره مينه درلوده . حافظه يې دومره قوي وه چي په يو ځل لوستلو يا اورېدلو سره به يې هغه شعرونه په ياد زده وه .

جهاني په کلاسيکه موسيقي ښه پوهيږي ، د موسيقي مقامونو يې ښه زده دي او د محلي سندرغاړو د اوازنو اورېدل يې ډېر خوښ دي . اوس د اوږدو کلونو راهيسي د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوي . دلته به يې يو شعر د نمونې په توګه غوره کړم .
 

د دې وطن پـــــــه نصيب نــــه دي رسېدلي خلک
چي يې ميلندلي دي په کاڼو يې ويشتلي خلک
د ړنــــدو ښار دئ له ډېــــوې سره خپلوي نه لري
د سترګـــــورو ډلـــــي ډلـــــــــــــــي دي وتلي خلک
د هــــر وګـــــــړي پــــــه ځـــــــېره کي بلاګاني وينم
دلتــــــه هيندارو تـــــــه لا نـــــه دي درېدلي خلک
نـــــه يې د زخم نه د درد په علاج پوه سو طبيب
پـــــرون لـــــــه سانــــــدو ســره ووتل راغلي خلک
چــــي افسانې يې د پېړۍ پر لېمه شپې زنګوي
د سنګسارونــــو تــــــر ميدانه ځي ښاغلي خلک
تــــر شنه اسمانـــــه ګيله مـــــني چيغي مه استوه
داسي يې ډېـــــر د بل پـــه تور دلته وژلي خلک
دلـــــته چـــــــي راغلې نو د رحم تمه مه ترې کوه
د دې قصاب تېغـــــونـــــــو ويـني ژړولـــــي خلک
جهانـي تمـــــــه د مــــــــردۍ د لېونتوب کيسه ده
پـــــــه هر ولات کي چي ښاغلي وي ناولي خلک