صفيه صديقي


صفيه صديقي د پښتو ژبي تکړه شاعره د ښاغلي عبدالرزاق صديقي لور د ننګرهار ولايت د سره رود اولسوالۍ د نظر اباد د کلي په يوې روشنفکري کورنۍ کي پر ١٣٤٢ ل کال زېږېدلې ده .

پر ١٣٦٢ ل کال له خصوصي زده کړي وروسته د کابل ښار د زرغونې لېسې په لسم ټولګي کښي شامله شوه او پر ١٣٦٣ ل کال له نوموړي لېسې څخه فارغه شوه . پر ١٣٦٤ کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي شامله او پر ١٣٦٧ ل
کال کښي ترې فارغه شوه .

له هغه وروسته يې د پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادبياتو په څانګه کي ماسټري تر لاسه کړه . صفيه صديقي له ١٣٥٨ راهيسي شعرونه ليکي او تر اوسه يې له شعرونو پرته ګڼ شمېر علمي او تحليلي مقالې د هيواد په خپرونو او له هيواده بهر په نورو خپرونو کي خپرې شوي دي .

صفيه صديقي په پښتو ، دري ، انګليسي او اوردو ژبو پوهيږي ، خو ليکوالي زياتره په پښتو ژبه ده .
مستقل آثار يې لکه :

١ـ لوپټه ( د شعرونو مجموعه ) ، د افغانستان د ليکوالو انجمن ١٣٦٧ ل کال ، کابل چاپ .
٢ ـ نا لوستی کتاب ( د شعرونو مجموعه ) خوشال فرهنګي ټولنه ، ١٣٧٥ ل کال ، لاهور چاپ .
٣ ـ د لنډو کيسو يوه مجموعه
٤ ـ ټوکي او ټکالي ....

د شعر نمونه يې :

دوه بې ځوابه ټکي

اجازه راکړه چي دي و پوښتمه
مينه رښتيا ده که هوس ته خلک مينه وايي
څوک يې د ژوند يو حقيقت بولي
او ځيني بيا وايي چي :
مينه حيا ده او وفا ده او منلی جانان
مينه تر سره تېرېدل دي د ارمان په لار کې
ځينو ته هم دا مينه
خوشي هوس ښکاريږي
د ساده زړونو د ښکار
اسانه لاره ده ور تلل اسان دي
ما ته معافي و کړه بښنه وکړه
زما په زړه کي هم وړه شانتې د غوښې ټوټه
و شول کلونه چي ټوپونه و هي
د محبت په مرغلين مزي تړل غواړي
خو دا چي کله او له چا سره زه نه پوهېږم
ځکه چي ما ته د هوس او ميني
د دغو دوو هم وړو هم لويو
ټکو مانا لا بې ځوابه ښکاري
دا بې ځوابه ټکي
ډېرو کلو راهيسي
زما د زړه په سر دي ليک خو بې ځوابه دي لا
----------------

د نورو شعرونو د اورېدو لپاره دلته کلک وکړئ.