خوشحال خان خټک

 

 

 د پښتو ژبي نامتو شاعر خوشحال خان په ١٠٢٢ هـ ق کي د پېښور څخه د باندي په اکوړه نومي کلي کي زېږېدلئ دئ . د پلار نوم يې شهباز خان او د خټکو د قبيلې مقتدرمشر وو . د پلار تر مرګ وروسته پخپله خوشحال خان د قوم مشر سو .

خوشحال خان د مغلو سره ډيري جګړې کړي دي او مغلوپه هند کي بندي کړئ وو . دی د پښتو ژبي يو ننګيالی شاعر وو ، چي په يوه لاس کي يې توره او په بل لاس کي يې قلم وو او داسي به يې ويل :

 

د افغان پـــــــه ننګ مي و تــــړله توره
ننګيالی د زمانې خوشحال خټک يم

 د خوشحال خان د کلام نمونه :

راشــــــه و غـــــړوه ستـــــرګـي     د جــــــــــهان ننــــــــداره ګــوره
چي ښايست لري پــه ستورو      د اســــمان نـــــنداره ګـــــــــوره
د دې خپل وجود په باغ کي        پـــــه هر شــــان ننــــداره ګوره
چــــي هـــر ګل و ته نظر کړي       د بـــــاغوان ننــــداره ګـــــــوره
-------------

بل ځای بيا داسي وايي :

مـــــرد هغــــــه چــــــي همتـناک برکتناک
د عــــــالمه ســـــره خوږ په زيست و ژواک
مخ يې مــخ ، قول يې قول ، عهد يې عهد
نـــــــه دروغ ، نــه يې فرېب ، نه تش تپاک
لــــږ ويــــــل ډېـر يې کول په خاموشي کي
د غونچې غــونـدي خوله ډکه سينه چاک
چـــي خبـــــره د پستـــــۍ د بلــــــــندۍ شي
پـــــــه لــــــويي لکه اسمان په پستي خاک
لــــــکه ګل شــــګفته روی تــــازه پــــه باغ
هـــــمېشه د ښـــــو بلـــــــبلو پــــــرې بلغاک
-------------------

 د خوشال خان يوه غزل
پـــــه کاتــــه کاتـه مي سترګي په واته شي
چــــي خبـــــر دي د راتــــــلو راباندي و شي
تـــــه خــو اوس له ما نه ولاړې مرور شوې
دا زمـــــا ياري دي هــم ګوندي په زړه شي
چـــي ديــــــدن د محبوب وکـــــړمه تازه شم
 لکـــه کښت چـــــي پــه باران سره اوبه شي
ګــــوره تـــــا را باندي کومي کوډي و کړې
کـه په پښو در ځني درومم زړه مي نه شي
پـــــه ارمـــان د هغـه وخت يــم درېغه درېغه
 کـــــه د زني سېب يـې بيا زما په خوله شي
د خپــــل يار د جـــــــدايـــــــۍ هسي کار دئ
لکـــــه روح چـــــــي لــــه وچوده په واته شي
بخته ! هـــــومـــــره مـــــدد بيا را سره و کړه
چي په غېږ کي مي بيا تللئ يار ويده شي
د خـــــوشال ســــلام پــــــه واړو ښــــــو يارانو
ګونـــدي بيـــا مې په ليدو سره زړه ښه شي
--------------------------
خوشحال خان هر ډول حماسي ( جنګي ) ، عشقي او د پنده ډک شعرونه ويلي دي .