بيټ نيکه :

 

 

 د مخه مو د ژبي په برخه کي و ليدل چي پښتو او دري ژبي دواړي پدې هيواد کښي د ډېره وخته سره ملګري وې او د دې خبري يو ښه ثبوت هم د پښتو ژبي د شاعرانو په اشعارو کښي د دري ژبي د يو زيات شمر لغاتونو راوړل وه . خو بيټ نيکه د نورو شاعرانو څخه په توپير داسي شعرونه ويلي دي چي د بلي ژبي لغاتونه يا نه لري او يا ډېر لږ دي او بل دا چي د پښتو ژبي ډېر پخواني لغاتونه يې ساتلي دي .

بيټ نيکه چي د بيټني او بټن په نومونو هم ياد سوئ دئ د ٣٠٠ او ٤٠٠ هجري پېړيو تر منځ ژوند کړئ دئ . ده دوه وروڼه درلودل چي يو يې سړبن او بل يې غرغښت نومېدئ .
سربېره پر دې چي د پښتنو د مشهورو نيکه ګانو څخه وو د پښتو ژبي يو پوخ شاعر هم وو او له سوزه ډک شعرونه يې ويلي دي . وايي چي شيخ بيټني سپين ږيری سو نو خدای ( ج ) په يې ستايه او دا دعا به يې کوله چي :

زما په کهول ، او د سړبن او غرغښت په کهول کښي برکت کښېږده . بادار د ده درخواست قبول کړ او د پښتونخوا مځکه د دوی په کهول ډکه سوه . داسي نقل کيږي چي بيټ نيکه به د شپې به کسي په غره کي به ګرځېده ، تل به يې دا سندري لوستلې :

د  بيټ  نيکه  مناجات

لـــــويــــه  خدايه ! لــويــه  خدايه !                    ستـــــا  پــــــه  ميـــنه  پــه  هر  ځـايه

غــــــــر  ولاړ  دی  درنــــــــاوي  کـي                    ټــــــــولــــــه  ژوي  پــــــه  زاري  کـي

دلتـــــــه  دي  د  غــــــــــرو  لـــــــمني                    زمـــوږ  کيږدۍ  دي  پکښي  پلني

دا  وګــــــــړي  ډېـــــر  کــې  خدايه !                   لــــويـــه  خدايه ! لــــويــــه  خدايه !

دلتـــــه  لـــــږ  زمــــــوږ  اور  بــل  دی                  ووړ  کورګی  دی  ووړ  بورجل  دی

ميــنه  ستـا  کښي  موږ  ميشته  يو                  بــــل  د  چـــــا  پـــــه  مــــله  تـله  نه  يو

هسک  او  مځکه  نغښـته  سـتا  ده                د  مــــــــــــړو  وده  لـــــــــه  تــــــــــــا  ده

دا  پـــــــــالنــــــــه  ستــــــا  ده  خـدايه                 لـــويـــــه  خدايه !  لــــويـــه  خدايه !

 بيټ نيکه دغه شعر د فکر او خيال له رويه د زړو آ ريايي سرودونو په شان د کورنۍ د زياتوالي د غوښتلو مفکوره پکښي ځای سوې ده . د مثال په توګه د ريګويدا په يوه سرود کي دا مفکوره داسي بيان سوې ده :

” خدای د ژوند واکمن دئ ، مالک الملک دئ ، دی سړو ته ښه وړ کورنۍ ور کوي .
خدايه موږ ستا مريان يو بې اولادې ، بې ښېګڼي مو مه وژنه ” .