امير کروړ

 

 

امير کروړ د امير پولاد زوی وو . دی په ١٣٩ هجري سنه کي د غور د مندېش په کلي کي امير سو او جهان پهلوان يې باله . ځکه يې کروړ باله چي په يوازي سر به د سلو کسو سره جنګېده . په ١٥٤ هجري کي وفات سو . شايد تر امير کروړ د مخه به د پښتو ژبي نور ډېر شاعران تېر سوي وي خو دی د پښتو ژبي لومړی شاعر دئ چي د شعر نمونه يې زموږ لاس ته راغلې ده او هغه دا ډول ده :
 

زه يـــــم زمری پـــــر دې نړۍ        له ما اتل نـــــسته
پر هند و سيند و پر تخار و پر کابل نــــــسته
بل پر زابل نسته       لــــه ما اتل نسته
غشی د من مي ځي برېښنا پر مېرڅمنو باندي
پـــــــــــه ژوبله يونم يرغالم پر تښتېدونو باندي
په ماتېدونو باندي       له مــــــــــا اتل نسته
 

لغاتونه :
اتل غښتلی
ميرڅمن =  دښمن
ژوبله  = زخمي
يونم =  ځم
يرغالم =  حمله کوم