نثـــر

زموږ ورځنۍ خبري نثر دي مګر ادبي نثر نه دي . ادبي نثر هغه نثر دئ چي کلمې يې د مرغلرو د امېل ( هار ) په شان سره پېيل سوي وي او پر اورېدونکو يا لوستونکو ډېره اغېزه وکړي او د هغه د اورېدو يا لوستلو څخه ډېر خوند واخلي . د نمونې په توګه به د ګل پاچا الفت يو نثر و لولئ :

خاني لاړه

په موټر کي سپاره وو ، يو خانزاده غوندي سړی هم په موټر ګي ناست وو ، د تېر وخت کيسې يې کولې .

هغه ويل : ” پخوا موټرونه نه وه ، موږ به پر اسونو سپاره وو ، نوکرانو به مو مخ کي منډي وهلې . هغه وخت خان او غريب معلوم وو ، خانزاده او د آب سړي پېژندل کېده ، عام او خاص يو رنګه نه وه . اوس هر سړی په موټر کي سپريږي او نوکر د بادار څنګ ته ناست وي . چي موټرونه راغله او غريبان پکښي سپاره شوه ، خاني لاړه او باداري بې رونقه شوه ، د خان کيسه ډېره اوږده وه خو د مطلب ټکئ دا وو چي خاني لاړه ځکه چي خواران او غريبان په موټرو کي سپاره شوه .”