ادبيات :

 

 

په ورځنۍ اصطلاح کي ادب ښېګڼي ته ويل کيږي ، يعني چي څوک د ښه سلوک خاوند وي خلک ورته د ادب څښتن وايي .

خو د ژبي ادب بيا ډيرو پوهانو داسي تعريف کړئ دئ . دلته به موږ دغه يو تعريف غوره کړو :

ادب هغه هنر دئ کوم چي د هغه په واسطه سړی و کولای سي خپلي خبري او ليکني په ښه او ښکلي ډول و کړي او هم د دې هنر په واسطه د ښې وينا يا ښې ليکني توپير د بدي وينا يا بدي ليکني څخه وکړي .

ادبي وينا يا ليکنه به يا نثر وي يا نظم ( شعر ) .