علامه سيد جمال الدين افغان

 

 

سيد جمال الدين افغان په کال (١٢٥٤) هجري سپوږميز کال د شعبان په مياشت کي چي د ١٨٣٩ م سره برابر دئ د کنړ په ولايت کښي په يوه ديندوسته کورنۍ کي زېږېدلئ دئ . د پلار نوم يې سيد صفدر وو چي د امير دوست محمد خان د دربار د لوړو خلکو څخه وو .

په سيد جمال الدين کښي د کوچنيوالي څخه د ښه استعداد او نبوغ نښي نښانې څرګندي وې ځکه نو پلار دی لومړی د کامې د شير ګړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي شامل کړ . بيا پلار د ځان سره کابل ته بوت ، هلته يې له مشهورو استادانو څخه ديني علوم ، رياضي ، طب ، منطق او فلسفي کتابونه ولوستل او د دې تر څنګ يې پوځي زده کړه هم و کړه . په لږه موده کي ډېرعالمان ده ته د تدريس کولو څخه عاجز شول . په زلمي توب کي يې هند ته سفر و کړ او هلته يې د ديني او نورو عصري علومو زده کړي بشپړي کړې . بيا حجاز ته ولاړ ، يو کال د عربو په ملکونو کي و ګرزېد .

کله چي سيد جمال الدين افغان په دغو سفرونو کي پر زده کړه سربېره د شاو خوا سيمو د سياسي ، اجتماعي او اقتصادي حالت ډېره ژوره مطالعه و کړه نو دا فکر ور سره پيدا شو چي څرنګه خپل هيواد، ټول اسلامي هيوادونه او نوره نړۍ د انګرېزانو د استعماري بند، اثر او نفوذ څخه خلاصه کړي ، نو يې عملي هلي ځلي شروع کړې .

پدې وخت کي امير محمد اعظم خان د امير دوست محمد خان زوی د افغانستان پاچا وو ، سيد جمال الدين د نوموړي پاچا د نيژدې مشاورينو او د دربار د مخورينو څخه وو . د امير محمد اعظم خان د پاچاهۍ دوره ډېره لنډه وه او بيرته امير شيرعلي خان د دوهم ځل د پاره پاچا شو . امير شيرعلي خان له خپل ورور ( محمد اعظم خان ) سره د نيژدې تعلقاتو ، يا د انګرېزيانو په اشاره او يا د سيد جمال الدين څخه خپلي واکمنۍ ته د خطر په نسبت دی د خپل هيواد پرېښودو ته اړ کړ . سيد له هيواد څخه تر وتلو وختي لا خپل ټول پلانونه او مترقي پروګرامونه د وخت امير ته و سپارل او له هيواد څخه و وت .

لومړی هند ته ولاړ ، خو انګرېزيانو د هغه ځايه څخه و ايست او له هغه ځايه مصر او بيا ترکيې ته ولاړ . په ترکيه کي د هغه هيواد د صدراعظم په غوښتنه د پوهني او معارف د وزارت د مجلس غړی و ټاکل شو . سيد د ترکيې څخه مصر ته ولاړ او هلته يې نهه کاله د الازهر په اسلامي مدرسه کي د استاد په توګه دنده تر سره کړه . په ١٨٧٩ ميلادي کال کي له هغه ځايه وتلو ته مجبور شو، هند ته ولاړ . ډېر ژر انګرېزانو مجبوره کړ چي له هنده څخه هم ووزي . له هغه ځايه لندن ته ولاړ او هلته يې د ( ضياالخافقين ) په نامه يو اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته ولاړ او هلته يې هم يو اخبار پيل کړ . اخبار يې د فرانسې حکومت بند کړ ، هغه وو چي د هغه ځايه څخه ترکيې ته ولاړ .

په ١٣١٤ هجري سپوږميز ( ١٨٩٧ ) ميلادي کال د سرطان د ناروغۍ له امله وفات شو او په ترکيه کي ښخ شو . چي وروسته بيا ١٣٢٣ هجري لمريز ( ١٩٤٤ ) ميلادي کال کي د ده تابوت د ترکيې د حکومت په موافقه کابل ته راوړه شو او د کابل پوهنتوون په احاطه کښي په شاندارو مراسمو ښخ شو .