ډېر پخوا په افغانستان کښي ښځو هم
د نارينوو په شان د پوهي او زده کړي سره مينه درلوده ، د دې هيواد په تاريخ کښي
ډېرو ښځو د هغه وخت رواج علوم لوستي او زده کړي دي چي د هغه جملې څخه دلته د مېرمن
زينبي ژوند او پوهه د مثال په توګه لولو .
دا مېرمن د ملي مشر ميرويس خان لور ده چي له کوچني والي څخه يې په لوست او ليک پيل
وکړ ، پسله هغه چي قران شريف يې و لوست د نورو اسلامي کتابو په لوست يې پيل وکړ ، د
اسلامي فقي کتابونه يې و لوستل او د فارسي مشهور کتابونه يې زده کړه . استاد يې ملا
نور محمد غلجی وو چي ډېر وخت يې د حرم و غړو ته درس ور کاوه .
مېرمن زينبه ډېره هوښياره ښځه وه چي هر وخت به يې د هغه وخت پاچا شاه حسين ته د
مشکلاتو په وخت کښي مشورې ور کولې او پاچا يې و خبري ته غوږ نياوه .
دې مېرمني ښه ښه اشعار ويلي دي او هم يې د شاعرانو قدر کړئ دئ . عمر يې د خدای
تعالی په عبادت کي تېر کړئ دئ .
کله چي د خپل ورور شاه محمود د مرګ د احوال څخه خبره سوه ډېره غمګينه سوه . دې
مېرمني خپل غم د قران کريم په لوستلو او د لمونځو په کولو سره تسکين کاوه او د ورور
د مړيني په مناسبت يې دغه ويرنه و ليکل :
ږغ سو چي ورور تېر له دنيا سو نا
قـــــــــندهــــــــار واړه پـــــــــه ژړا سو نا
زړه مــــي پـــه ويــر کي مبتلا سو نا
چـــي شـــاه محمود له ما جلا سو نا
دا روڼ جـــــهان راتــــــه تور تم دئ نا
زړه د بــــــېلتون پـــــه تېغ کړم دئ نا
هـــــوتــــک غمجن په دې ماتم دئ نا
د پـــــاچـــــهۍ تــــاج مــــو برهم دئ نا
چـــــي شاه محمود تېر له دنيا سو نا
قـــــــندهـــــــــــار واړه پــــــــــه ژړا سو نا
ځــــوان وو مـېړه د توري جنګ وو نا
ولاړ د کـــــــام پـــــر نــام و ننګ وو نا
دښــــمن لــــه ده پــــه وينو رنګ وو نا
پــــــر ميـــــدان شير وو يا پلنګ وو نا
افسوس چي مرګ د ده په خوا سو نا
قـــــندهــــــــار واړه پــــــــــــــــه ژړا سو نا
مـــــحموده نـــــــه يـــــــوازي خـــور ژاړي
پــــر مــــــرګ دي ټــوله کلئ کور ژاړي
خپـــلوان لا څـــه پـاچا دي ورور ژاړي
لښــــکر سپــــــاه پــــــلئ سپــــــور ژاړي
پښتـــــون دي ټـــــول پـه واويلا سو نا
قنــــــــــدهــــــــــــار واړه پـــــــه ژړا سو نا
|