د موسيقي الات : د موسيقي الات ډېر ډولونه لري چي دلته يې د نمونې په توګه يو څو الې راوړو : ١ــ رباب : رباب لکه په عکس کي چي يې وينئ د لرګي څخه جوړ سوئ دئ ، په اخره برخه کي يې د يوې خاليګا پر سر د پسه د پوستکي يوه ټوټه مښلول سوې ده . د سر څخه تر پايه پوري پوري نيژدې ١٤ تارونه کش سوي دي . دا تارونه څو يې د فولادي سيم څخه او يو څو يې د پسه د کلمې څخه جوړ سوي دي او د سپين هډوکي څخه ښکلي ښکلي نخشونه پر مښلول سوي وي . ډېر ځله به يې رباب د چندڼ د لرګي څخه جوړاوه ځکه چي ښه بوی يې ورکاوه . ٢ ــ تبلې : تبلې دوې دانې وي چي د ږغونکي له خوا په دواړو لاسونو وهل کيږي او زياتره وختونه يې يوه دانه د فلز څخه او بله دانه د لرګي څخه جوړه سوې وي . لکه چي په عکس کي يې چي وينئ د حيوان پوستکی يې پر سر ور اچولئ دئ او دغه پوستکي يې د څو تارونو په واسطه کشوي تر څو ښه ږغ و باسي .
٣ ــ هارمونيه : ارمونيه د نريو فلزي ورقو څخه جوړه سوې ده د يوې پردې په واسطه هوا ور ننوزي او په دغه ورقو کي تيريږي ، د دغي هوا په واسطه کله چي ږغونکی د هري ورقي پر ځای ګوته کښېکاږي هغه ورقه ږغ راباسي . ٤ ــ ديره : ديره خلک د دريې په نامه هم بولي . ديره يو دايروي را تاو سوئ ګردی لرګی دئ چي چمبر يې بولي پر مخ باندي يې د پسه يا هوسۍ پوستکی ور اچولې دئ . د لرګي په دننه کي يې وړې وړې الغې ( حلقې ) او يا زنګولې ور بندي کړي وي چي د ږغولو پوخت کي د ديرې پر ږغ سربېره د الغو ( حلقو ) يا زنګولو ږغ هم اورېدل کيږي . ديره زياتره د ښځو له خوا ږغول کيږي . ٥ ــ تولکه ( شپېلۍ ) : چي څوک يې توله هم بولي د يوه نل څخه چي کله د لرګي څخه او کله بيا د فلز څخه جوړه سوې وي . پر يوه سر يې سړی خوله ايږدي او سا پکښي پو کوي . د خولې سره نژدې يې يو سوری ورکړئ وي چي تر هغه ږغ راوزي او کښته خوا ته يې څلور سوريان ور کړي وي چي پر هغو باندي ګوتي ايږدي . د ګوتو د ايسته کولو او ايښودلو په واسطه د تولکي څخه ډول ډول ږغونه را وزي . تولکه د ٣٠ يا ٤٠ سانتي مترو په اندازه اودوالی لري . ٦ ــ ښکر : چي ملنګانو به د غوايي څخه ښکر را پرې کړې وو او ښه به يې ښکلئ کړئ وو په نري سر باندي به يې خوله ور کښېښودله ، سا به يې پکښي پو کړه او يو ډول ږغ به يې ترې و ايست چي له دې لاري به يې د خلکو توجه ځانته را و ګرځول او د هغو څخه به يې د فقر ( مرستي ) غوښتنه وکړه . ٧ ــ ډول : ډول د پښتنو يو ډېره مشهوره او پېژندل سوې د موسيقي اله ده . د ډول څخه پښتانه د جنګ او خوښۍ او په ځينو وختونو کي يو د بل د خبرول د پاره کار اخلي . کله چي د پښتنو په کورنۍ کي کومه خوښي را پېښه سي نو ډولونه وهي او ملي اتڼونه ور ته کوي . ډول د لرګي څخه جوړ سوئ وي او لکه په عکس کي چي يې وينئ پر دواړو سرونو يې د حيوان پوستکئ ور اچول سوئ وي چي دواړي خواوي يې د دوو لاسونو په واسطه وهي . د روژې په مبارکه مياشت کي به د پېشلمي د پاره د خلکو د راويښولو د پاره هم خلکو ډول واهه چي خلک راويښ سي او پېشلمی وکړي . د موسيقي څخه خلک د کار کولو په وخت کي هم کار اخلي . کارګران په حرکت راولي او ډېر ښه کار کوي ځکه به خلکو د بېګار او اشر په وخت کي ډولونه وهل کېده . |