د موسيقي تعريف : د موسيقي تعريفونه ډيرو پوهانو کړي دي اپلاتون وايي چي موسيقي د روح غذا ده . نور بيا وايي چي : موسيقي د اوازونو د ګډولو هنر دئ . د دې تعريف له مخي به و وايو چي موسيقي دوې برخي لري چي يوه برخه يې اواز ( ږغ ) دئ چي د يوه انسان له خولې څخه راوزي او بله برخه يې ساز چي د موسيقي د الاتو څخه لکه تبله ، هارمونيه ، رباب ، ډول او داسي نورو څخه را بيدا کيږي . د موسيقي د الاتو د ږغولو سره يو ځای د انسان په اواز کي د شاعرانو شعرونه چي د دوی د خيالاتو ښکاره کوونکي دي اورول کيږي . د انسان د موسيقي لومړنی ښوونکئ طبعت دئ . داسي ويل کيږي چي د اوبو شورشور، د باد اواز او د مرغانو رېز ( ښکلي اوازونه ) د موسيقي لومړنی اساس ايښودونکي دي . موسيقي يوه عربي کلمه ده چي په لاتيني ژبه کي ورته Musica وايي . |