د اسلام پنځه بناوي د اسلام مبارک دين چي يو مقدس او د اسماني اديانو وروستی دين دئ د بشريت د ډېر لوړ او ښه شخصيت حضرت محمد مصطفی په واسطه د انسانانو د لار ښووني د پاره پدې ډول ابلاغ سوئ دئ : بنی الاسلام علی خمس : شهاده ان لا اله الا الله و ان محمد رسول الله . و اقام الصلواه . واتا الزکوه . والحج . والصوم رمضان . د پورتني حديث شريف مانا دا ده : اسلام پنځه بناوي لري لکه : پاکه کلمه ، لمونځ ، زکات ، حج او روژه . لومړی : پاکه کلمه ( لا اله الا الله محمد رسول الله ) مانا يې داده چي بېله دغه خدايه څخه بل خدای نشته کوم چي حضرت محمد ( ص ) يې رسول دئ . دغه کلمه اسلام ته داخلېده يعني عقيده ده . دوهم : لمونځ هغه جسماني عبادت دئ چي پاک خدای پر مسلمانانو باندي په يوه شپه او ورځ کي پنځه واره پر ټاکلو وختو فرض کړئ دئ لکه سهار ، ماپښين ، مازديګر ، ماښام او ماخوستن . يادونه : فرض هغه کړه دي چي خدای تعالی پر خپلو بنده ګانو امر کړئ دئ . او سنت هغه کړه دي چي حضرت محمد ( ص ) کړي وي او يايې خپل امت ته ويلي وي . بېله دغه پنځه وخته لمونځ څخه نور لمونځونه هم سته لکه : د جمعې د ورځي لمونځ ، د اختر لمونځ ، د تراويح لمونځ ، د جنازې لمونځ ، د تهجد لمونځ او نور . څرنګه چي اسلام نظافت ( پاکي ) ډېر خوښوي نو ځکه بايد سړی اودس ولري او بيا لمونځ وکړي . پدغه لاندي ايت شريف کي راغلي دي چي خدای تعالی توبه کوونکي ، پاک او ستره کسان خوښوي . ان الله يحب التوابين و يحب المطهرين . پدغه لاندي حديث شريف کي راغلي دي چي نظافت او ستره ګي د ايمان د اثارو څخه دي . النظافه من الايمان . دريم : روژه چي د اسلام د پنځو بناوو څخه يوه بنا ده ، پر هر مسلمان چي جوړ ، بالغ او مقيم وي فرض ده . څلرم : زکات د اسلام د پنځو بناوو څخه يوه بنا ده ، پر هر شته من مسلمان فرض دئ چي و غريبانو ته په يوه معينه اندازه پيسې يا د خپلي مځکي د محصول څخه ور کړي . پر مال باندي هم زکات فرض دئ او مال پر دوه ډوله دئ . ١ ــ لکه سره زر ، نقدي پيسې او د تجارت مالونه ، پسونه ، غوايي او اوښان . د دغو شيانو زکات د دغو شيانو د ارزش څلوېښتمه روپي ده يعني دوه نيم فيصده . ٢ــ غلې ، مېوې يعني ټول کرل سوي شيان چي زکات يې لسمه برخه دئ . زکات د هجرت په دوهم کال تر روژې د مخه فرض سوئ دئ . پنځم : حج هم د مسلمانۍ د بناوو څخه يوه بنا ده ، پر هر شتمن مسلمان په ژوند کي يو وار فرض دئ . د حج مراسم بېله احرام څخه نور ټوله په مکه شريفه کي پر ځای کيږي . يوازي احرام دئ چي مکې شريفي ته تر ننوتلو دمخه به لا سړي وهلئ وي . د نارينه احرام تقريبا پنځه متره سپين ټکر دئ چي پر دوو مساوي برخو وېشل سوئ وي ، يوه برخه يې لونګ او بله برخه يې د اوږو د پاسه پر ځان را پېچلئ وي . د ښځو د پاره احرام سپين کالي او د سر يو سپين دسمال وي . د مکې شريفي طواف کول ، د صفا او مروا د غرو تر منځ تلل او را تلل ، د اختر په درو ورځو کي د شيطانانو ويشتل او د مدينې منورې په حرم کي څلوېښت لمونځه کول او د مدينې زيارت کول دي . |