ايــمان او اسلام د ايمان د لغات معنی يقين او باور درلودل دي . مګر د عقايدو د علم له مخي دې ته وايي چي سړی په خوله وايي او په زړه کي په هغه باور او يقين ولري . مومن هغه څوک دئ چي هغه څه چي حضرت محمد ( ص ) د خدای ( ج ) د طرفه راوړي دي په خوله ووايي او په زړه باور په و لري . که يو څوک په خوله د اسلام کلمه و وايي او په زړه کي په هغه باور ونه لري نو مومن نه دئ او منافق بلل کيږي . د اسلام د لغات معنی تسليمېدل دي يعني چي سړی د خدای تعالی و امر ته تسليم وي . |