جرګه : افغاني کلتور يو ډېر غوره دود د جرګې دود دئ . کله چي په افغانانو کي کومه مهمه پېښه و سي نو مشران سره راټوليږي او د هغه مشکل د حل د پاره يوه غونډه جوړوي او په هغه غونډه کي پر موضوع باندي خبري کوي او د ټولو په خوښه يو تصميم نيسي . د جرګې فيصله د جرګې د ټولو غړو او بيا د هغه ټولني د اکثريت غړو له خوا د قبول وړ ده . په افغاني ټولنه کي د جرګې ډېر مثالونه ليدل کيږي چي د هغه جملې څخه لومړی د ميرويس نيکه ټاکل د قوم د مشر په توګه او بيا کله چي ميرويس نيکه د هيواد د ازادۍ د پاره هر تصميم نياوه نو به يې جرګه راټولوله او د جرګې د فيصلې سره سم به يې کړنه کوله . دوهم مثال يې د شير سرخ بابا په زيارت کي د پاچا د ټاکلو جرګه په کومه کي چي احمد شاه بابا پاچا سو . |