کلتور کلتور ټول هغه څه دي چي انسانانو ته د پلورونو او نيکه ګانو څخه ور پاته سوي وي او د دوی په ژوندانه کي ښکاره رول و لري لکه دود ( رسم او رواج ) ، خويونه ( عادتونه )، ژبه ، دين ، اخلاق او نور . انسان د ټولنيز ژوند په نتيجه کي کلتور درلودلئ دئ . د يوې ټولني کلتور د بلي ټولني د کلتور سره توپير لري . که د سويډنۍ ټولني او افغاني ټولني کلتورونه سره و ګورو نو به ډېر زيات توپيرونه پکښي و وينو . دلته به يې يو مثال راوړو . په سويډنۍ ټولنه کي چي د ماشوم غاښ ووزي ، ژر يې وړي په يو ګيلاس اوبو کي يې اچوي او د شپې چي ويديږي د کټ سر ته يې ايږدي . کله چي ماشوم ښه ويده سي نو مور يا پلار يې غاښ را اخلي او په ګيلاس کي د پنځو يا لسو کرونو يوه سکه ور اچوي . سهار چي ماشوم له خوبه را ويښ سي نو په ډېره خوښي هغه سکه اخلي . خو په افغاني ټولنه کي بيا ماشوم ته ويل کيږي چي خپل وتلئ غاښ د موږک په غار کي واچوي ، ځکه چي هغه د انساني کرامت جز بولي . د ټولني پر مخ تګ د هغې ټولني په کلتور کي ښکاره تغييرات راولي . هري مخته تللي ټولني تر مخته تګ نه مخکي هغه شان کلتوري اړيکي درلودلي دي کوم چي اوس يې وروسته پاته ټولني لري . |