د محمدزو دوره

 

 

 ١٢١٦ هـ ــــ ١٣٥٧ هـ
محمد زي د کندهار د درانو د بارکزي قوم يوه څانکه ده ، چي محمد نيکه د دې کورنۍ موسس دئ چي د ١٠٠٠ هـ ق يا ١٥٩١ م په شاو خوا کي يې په ارغستان کي چي د کندهار د ښار په جنوب شرقي خوا کي پروت دئ ژوند کاوه او د ملک سدو هم وخته وو کوم چي د ابداليانو د قبيلو حکمران وو . محمد نيکه تر مرګ وروسته په هغه کلي کي ښخ سو .

د دې کورنۍ يو غړی ( حاجي جمال ) چي د شير سرخ په جرګه کي چي د پاچا د انتخابولو د پاره جوړه سوې وه ګډون درلود د احمد شاه بابا تر پاچا کېدو وروسته د هغه د دربار مشاور سو ، تر مرګ وروسته د کندهار د ذاکر په کلي کي ښخ سو . تر ده وروسته د ده زوی سردار پاينده محمد خان د ارغستان څخه تر هلمند پوري د بارکزيو د قبيلو د ريس په توګه شهرت و موند . او د تېمور شاه په وخت کي په لوړه سترګه ور ته و کتل سوه او هغه ته يې لوړ خدمتونه و کړه .