اعليحضرت محمد ظاهر خان ١٣١٢ ـــ ١٣٥٢ هـ ل اعيحضرت محمد ظاهر شاه د اعليحضرت محمد نادر خان زوی دئ چي په ١٢٩٣ هـ ل ١٩١٤ م کال په کابل کي زېږېدلئ دئ . د کابل د حبيبيې او استقلال په لېسو کي يې زده کړي و کړې . بيا د پلار سره فرانسې ته ولاړ او هلته يې په زده کړو پيل و کړ . په ١٣٠٩ هـ ل کال کي بيرته د فرانسې څخه هيواد ته راغئ او په عسکري څانګه کي يې خپلو زده کړو ته دوام ور کړ . يو ځل يې د دفاع د وزارت د وکيل او بيا يې د پوهني د وزارت د وکيل په توګه کار کړئ دئ . د پلار تر مړني وروسته په ١٣١٢ هـ ل کال کي پاچا سو او د ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان تر ٢٥ نېټې پوري د افغانستان پاچا وو . څرنګه چي ظاهر خان د پاچهۍ تجربه نه درلوده نو زياتره چاري د ده د تره محمد هاشم خان له خوا چي د ده د حکومت صدر اعظم وو سرته رسېدلې . سردار محمد هاشم خان د ١٩٣٣ م کال څخه تر ١٩٤٦ م پوري صدراعظم وو . تر ده وروسته يې د ده ورور شاه محمود خان صدراعظم سو ١٩٤٦ م ـــ ١٩٥٣ م . تر دوهم نړيوال جنګ وروسته افغانستان د لويو پروژو په منځ ته راوړو پيل و کړ . د هلمند او ارغندداو د بندونو جوړول د امريکا د متحده ايالاتو د تخنيکي او اقتصادي همکاريو څخه دي . په ١٩٥٣م کال کي سردار محمد داوود صدراعظم سو . د ده په وخت کي د اقتصادي پر مختيا قرارداد د جرمني ، جاپان او ايټاليې سره امضا سو . دا درې هيوادونه د نړۍ د دوهمي جګړې ملګري وه . دا ځکه چي افغانستان د انګرېزانو سره په دغه وختونو کي ښه دوستي نه درلوده . د دوهمي نړيوالي جګړې په پيل کي لا محمد هاشم خان د هيواد بې طرفي اعلان کړه چي دا کار د افغانستان په ګټه وو . دغه د بې طرفۍ سياست ظاهر خان تر اخيره پوري و ساتئ . په ١٩٤٧م کال کي هند د انګرېزانو څخه ازادي واخيستله . د دغي ازادۍ په نتيجه کي هند د خپلي خاوري يوه برخه د لاسه ورکړه . يوه برخه دغه د هند خاوره او يوه برخه چي انګرېزانو پخوا د افغانستان د خاوري څخه ګرزولي وې د يوه نوي هيواد ( پاکستان ) منځ ته راتلو سبب سوه . کله چي داود خان صدراعظم سو نو يې د پاکستان څخه د افغانستان د هغو خاورو د ازادولو غوښتنه وکړه کوم چي د ډيورنډ د خط په نتيجه کي يې له لاسه ورکړي وې . دا زياتره هغه برخي وې چي پښتانه پکښي اوسېدل او د پښتوونستان په نامه يې يادول . دې خبري د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړې او مشکلات منځ ته راوستل . ظاهر خان په ١٣٤٣ هـ ل کال کي د افغانستان نوی اساسي قانون مينځ ته راووست . د دغه اساسي قانون له مخي سياسي فعاليتونه په هيواد کي ازاد سوه چي په نتيجه کي يې يو زيات شمېر سياسي ګوندونه منځ ته راغلل . خلکو تر يوې اندازې پوري د خبرو او ليکنو ازادي پيدا کړه . تر دغه وروسته په هيواد کي د فارسي ژبي نوم په دري واوښت . په ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان پر ٢٦ نېټه سردار محمد داود د يوې کودتا په نتيجه کي د افغانستان لومړی جمهوريت اعلان کړ . ظاهر خان چي د داود خان د کودتا په وخت کي په ايټاليا کي وو د ١٣٥٢ کال د اسد پر ٢١ نېټه يې داود خان ته يو ليک را و لېږه چي په هغه کي يې نوي رژيم ته بيعت ور کړ . |