اعليحضرت  نادرخان


اعليحضرت محمد نادر شاه په ١٢٦٢ هـ ل کال د حمل پر ٢١ يا د ١٨٨٣ م کال د اپريل پر ٩ زېږېدلئ دئ . د هغي پوهي په سبب چي په عسکري چارو کي يې درلوده د وخت د پاچا له خوا د دفاع د وزير په توګه و ټاکل سو .

د امير حبيب الله خان تر شهادت وروسته د پاچا امان الله خان په دربار کي هم د ده عزت کېدئ . د افغانانو او انګرېز په دريمه جګړه کي يې هم ګډون درلود او خپله وظيفه يې په ښه شان سر ته و رسوله .

په ١٣٠٣ هـ ل کال کي په فرانسه کي د افغانستان د سفير په توګه و ټاکل سو . په ١٣٠٥ هـ ل کال کي يې د سفارت څخه استعفی و کړه او هلته پاتي سو .

کله چي پاچا امان الله ته د نا ارامۍ اور بل سو او حبيب الله کلکاني ته د هيواد چاري و رسېدلې نو نادر خان هيواد ته راغئ ، لښکر يې برابر کړ . هغه وو چي د ١٣٠٨ هـ ل کال د ميزان پر ١٦ نېټه د نادر خان عسکرو د ده د ورور شاه ولي خان په ملګرتيا کابل و نيوئ . د ميزان پر ٢٣ نېټه يې د سقاو زوی له منځه يووړ او دی د هيواد د پاچا په توګه و منل سو .

اعليحضرت محمد نادر خان پداسي حال کي چي د نجات د لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ور کولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېدئ په توپنچه و ويشتل شو او شهيد سو ، ١٣١٢ هـ ل د عقرب ١٦ نېټه . تر ده وروسته يې زوی اعليحضرت محمد ظاهر پاچا سو .